
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري ۲مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه په پاکستان کې د امنیت او فرصتونو په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي چې د ټولې سیمې د ثبات، پرمختګ، اقتصادي ودې او سولې لپاره د افغانستان ثبات مهم دی.
هغې د مرکزي اسیا پر مختګ د افغانستان په پرمختګ پورې تړلی دی.
نوموړې ویلي، چې د سیمې حکومتونو ته په کار ده، چې ددغه هېواد په ثبات کې برخه واخلي.