
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وري۲مه) په بلغاریا کې مسولینو ویلي، چې په دغه هیواد کې تر ټولو زیاته پناه افغانانو غوښتې ده.
د ایروستات د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۵ کلونو کې ۲۵ زره افغانانو په بلغاریا کې د پناه غوښتنه کړې ده.
په دغه هېواد کې عراقیان هم کم نه دي، چې د پناه غوښتنه یې کړې ده.
د بلغاریا دولتي رسنۍ د اروپايي اتحادیې د احصاییو پر اساس ویلی، تېر کال په بلغاریا کې ۹۵۵ عراقیانو او ۹۴۰ سوریه والو د پناه غوښتنې کړې دي.
په ۲۰۱۷ م کال په ټوله اروپايي اتحادیه کې نژدې ۶ نیم سوه زرو تنو د پناه غوښتنه کړې ده. خو په ۲۰۱۶ م کال په اروپايي اتحادیې کې د پناه غوښتونکو شمېر بې ساری و.