
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري لومړۍ) ویل شوي، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پوليسو پخوانی افسر راو انور چې د يوه محسود ځوان په وژنې تورن و نیول شوی دی.
د پاکستان سترې محکمې محسود وژلو وروسته د راو انور د نيولو امر کړی و ويلي و که راو انور ته چا پناه ورکړه هغه به هم محکمې ته ځواب وايي.
د نقیب الله محسود په وژنه په پاکستان او افغانستان کې لاريونونه وشول او د هغه له وژنې وروسته د منظور پښتين په نوم يو ځوان د پښتون ژغورنې غورنګ په نوم خوځښت پيل کړ.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه تورن افسر راو انور ته به محکمه څه ډول سزا واوري.