جمهور رئيس حامد كرزي ته د يون صاحب تريخ او خوږ ليك هم څه ګټه ونكړه

 د لر او بر په پاڼه كښې مې كرزي صاحب ته د استاد يون ليك ولوست . ښاغلي يون كرزي صاحب ته د استاد رباني په اړه ليكلي چې دغه شخص يو متنازع شخص دى او ښايي چې د سولې د مشورتي جرګې د رئيس په حيث انتصاب نه شي ، خو متأسفانه چې د استاد يون ليك څه ګټه ونه كړه او رباني د جرګې د رئيس په حيث انتصاب شو.
خبره داده چې هيڅوك نه غواړي زمونږ ټوټې ټوټې هيواد ته سوله راشي او دا زمونږ ولس د بدبختئ له توپان څخه نجات ومومي . له بهر څخه د افغانستان په داخلي چارو كښې لاس وهنې دي او همدغو لاس وهنو كار خراب كړی دى.
د جرګې د رئيس په حيث د رباني انتصاب سل په سلو كښې يو نامناسب او غلط كار ؤ ، د رباني انتصابيدل دا مانا وركوي چې د كرزي صاحب حكومت سوله نه غواړي . د كرزي صاحب حكومت چې د سولې كومې خبرې كوي ، هغه ټولې بيهوده او بې فائدې خبرې دي . دولت د يو څو تنو زورمندانو او جنګسالارانو په لاس كښې دى ، د دولت سياستونه د همدوي په لاس څرخيږي او څرنګه چې دوي غواړي هغسې كيږي.
كله چې د جر ګې په ورستئ ورځ استاد رباني خبرې كولى نو حامد كرزي د هغه خبرې د سر په خو ځولو تائيدولې ، كله چې استاد سياف خبرې كولې نو هم يې سر خوراوه ، كله چې آيت الله محسني دعا ويله نو كرزي صاحب بيا هم سر خوراوه . نه پوهيږو چې دا كرزى صاحب ولې داسې كوي ؟
كرزي صاحب ته وايو چې كرزى صاحب !
پښتانه دې در په در كړل ، پښتانه دې د افغانستان د نورو قامونو په وړاندې سپګ او ذليل كړل ، پښتانه دې په شرمونو وشرمول . ستاسې پلرونه او نيكونه خو داسې نه وو . هغوي ډير باشهامته ، باهمته ، غيرتي پښتانه وو ، ستا سې دغه كشرى ورور احمد ولي كرزى هم له تاسې نه زر وارې نه چې مليون وارې ښه دى . تاسو محترم خو د پښتنو بيخ وويست ، تاسې پښتانه د نړيوالو د خندا كړل . ستاسې په سبب پښتانه د امريكائيانو اوناټو په بمباريو تباه تباه شول .
يو ښه سم پښتون ستاسې په څنګ كښې پاتې نه شو . ټول يې درڅخه په يوه او بله بهانه لرې كړل. كوم څوك چې د پښتو او پښتنو نوم واخلي ، نو هغه ستاسې له څنګ نه لرې كيدو ته مجبوريږي.
حاجي قدير د پښتو او پښتنو نوم اخيست نو شهيد كړاى شو . دا دين محمد د هغه ورور دى ، دى د خپل ورور په شان با جرئته او خوله ور نه دى . دى د كرزي صاحب سره دى ، ځان ورته خوږ خوږ كوي ، ځان ساتي او محافظه كاري كوي . د كابل ولايت يې ورڅخه واخسيت اوس سناتور دى .
كرزى صاحب تاسې په كوم منطق او په كوم دليل رباني د مشورتي جرګې د رئيس په حيث ومانه ؟ آيا تاسې نه پوهيږئ چې نوموړی د طالبانو مخالف دى ؟ آيا تاسې نه پوهيږئ چې دى د طالبانو په وژنو كښې لاس لري ؟ آيا نه پوهيږئ چې طالبان له ده سره په يو ميز مذاكرې ته كيناستل نه غواړي ؟
مشورتي جرګې ته 1600 كسان را غوښتل شوي وو . تاسې به هدايت كړې وې چې د جرګې رئيس ددغه 1600 كسانو له خوا ټاكل شوى وې .
رباني خو د جبههء ملي مشر دى او دا جبهه ستاسې له دولت سره مشكل لري . ستاسې په دولت پسې خبرې كوي ، بد وايي او تخريبات كوي .
تاسې نه پوهيږئ چې ستاسې د حكومت په ناكامئ كښې د رباني جبهه لاس لري ؟ تاسې نه پوهيږئ چې ستاسې د حكومت په بدنامولو كښې رباني هڅې كوي ؟ تاسې نه پوهيږې چې رباني صاحب له عبدالله عبدالله ، استاد عطا او نورو مخالفينو سره تنظيمي روابط لري ؟ تاسې نه پوهيږئ چې استاد رباني له حزب اسلامي او طالبانو سره رقابتونه او د ښمنئ لري ؟ كه تاسې په دې شيانو نه پوهيږئ نو بيا په څه پوهيږ ئ ؟
هغو مشاورينو چې تاسې ته دا مشوره دركړې وه چې رباني دې د جرګې رئيس وټاكل شي ، هغوي په حقيقت كښې د افغانستان دښمنان او د خارجي هيوادو جاسوسان دي.
رئيس صاحب د خداى د پاره دا رياست پريږدئ . دا مقام پريږدئ . ولې مو ځان په څوكۍ سرش كړی دى . استاد رباني هم دا كار كولو ، څوكۍ يې پر ځان سرش كړې وه ، هيواد يې ټوټې ټوټې او ولس يې در په در كړ.
تاسې له نهو كالو راهيسې په دې څوكۍ ناست ياست ؟ تاسې څه وكړل ؟
ټوله ګټه او فائده د ولس د واقعي خدمتګارانو مخالفينو ته په لاس ورغله او ورځي.
په هر وزارت كښې د رباني صاحب خلك ځاى لري ، ټول واك له دوي سره دى . دولتي څوكۍ ددوي لاس ته ورځي ، پښتنو ته دوسيې جوړيږي ، په يو او بل نوم بدنامه كيږي . تاسې ته د پښتنو په اړه ناسم معلومات دركول كيږي .
تاسې پخپله د ښه او بد تشخيص كولاى نه شئ . تاسې په وزارتونو ، ولايتونو ، سفارتونو كښې خپل خلك نه لرئ ، داسې خلك چې تاسې ته مخلص وي . كوم څوك چې مخلص وي هغوي په لوړ مقام كښې پاتې كيداى نه شي . استخبارات له تاسې سره نه دي . ستاسې استخبارت ستاسې په خدمت كښې نه دي او ستاسې د پاره كار نه كوي .
استاد رباني په هر وزارت ، هر سفارت ، هر ولايت او هره دولتي اداره كښې خپل خپل خلك لري . هغوي د رباني صاحب مخلصين دي . باور وكړئ چې هغوي تاسې ته اخلاص نه لري .
يون صاحب تاسې ته ډير مخلص دى او د يون په څير نور ډير خلك شته چې تاسې ته مخلص دي خو هغوي ته ستاسې په دولت كښې كوم امتيازات نه دي وركول شوي .
دا ولې ؟ دا ځكه چې دوي پښتانه دي . دوي په پښتو ولاړ دي . كه دوي هم لكه يو شمير نورو پښتنو د رباني د ډلې چاپلوسي كولې او د هغوي په نفع يې كار كولې نو دوي ته به هم لوړې څوكۍ او مقامونه رسيدلي وو .
د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې يون صاحب ستاسې د پاره كامپاين وكړو ، په سياسي بحثونو كښې چې د تلفزيونو له لارې به خپريدل ستاسې دفاع يې كوله . اوس هغه د ارګ په يوه تاريكه برخه كښې ناست دى او دا امكانات هم ورته په لاس نه ورځي چې په آسان او آزاد ډول له تاسې سره وويني او خبرې وكړي . همداشان ستاسې يو شمير نور مخلصين لكه مرستيال صاحب ، ارسلا صاحب ، قانع صاحب او نورو ته هم چې ستاسې د پاره يې شپه او ورځ كمپاين كولو، كوم لوړ مقام او څوكۍ ونه رسيده .
په عام ډول تاسې ته د ولسمشرئ په ټاكنو كښې زياتره پښتنو رايې دركړي دي ، خو متاسفانه چې تاسې له هغوي سره جفاكړې او كوئ . د قندهار شربف خلك هم له تاسې نه خفه دي ، د قندهار د خلكو هيلې او آرزګانې له خاورو سره يو ځاى كيږي او تاسې هيڅ اقدام نه كوئ . آخر ولې ؟
آياپه هيواد كښې پرته له استاد رباني ، استاد محقق ، استاد خليلي ، جنرال دوستم ، استاد سياف ، مارشال صاحب او يو څو نورو پيژندل شويو څيرو څخه نور څوك نشته ؟
أفغانستان د علمي ، سياسي ، فرهنګي ، ملي شخصيتونو څخه ډك دى . هغوي ته مراجعه وكړئ ، هغوي ته موقع وركړئ ، هغوي ونازوئ ، هغوي تشويق كړئ چې له تاسې سره همكاري وكړي او ستاسې ملا وتړي.
جناب كرزى صاحب دا ستاسې د رياست په دور كښې چې پښتانه دومره بدبخته ، در په در او سپګ شول په دې كښې د انګريز ، ايران او يو شمير نورو هيوادو لاس دى .هغوي ستاسې نه استفاده كوي او ستاسې په واسطه پښتانه بربادوي . دوي دا كار په پاكستان كښې د پنجابيانو په واسطه كوي ، په پنجابيانو د پښتنو بيخ وباسي او دلته په افغانستان كښې دا كار ستاسې په واسطه كوي . خو زه افسوس كوم . پنجابى خو د پښتون دشمن دى ، تاسې خو پخپله پښتون ياست نو تاسې ولې د پرديو په لمسه د پښتون بيخ وباسئ ؟
ستاسې وروستي سياسي مواقف د ستايلو وړ دي . دا چې تاسې امريكې ته او ناټو ته وايئ او له هغوي نه غواړئ چې بمبارئ بندې كړي ، دا ښه خبره ده . همداسې ورته ټينګ شئ .
استاد سياف په ښكاره له ناټو سره مخالفت ښكاره كوي . استاد سياف مشورتي جرګې ته په وينا كښې د يو حديث په وړاندې كولو، له ناټو سره مخالفت ښكاره كړ دا يوه لويه او مهمه خبره ده ، دده همت د ستايلو وړ دى . ليكن استاد رباني هم امريكائيان وستايل او هم يې روسان وستايل ، دواړه يې خوشحاله كړل . له ايران ، پاكستان ، د منځي آسيا له هيوادونواو روسي څخه يې د هغوي د همكاريو په خاطر مننه هم وكړه .
د رباني ملي متحده جبهه د مشورتي جرګې د جوړيدو مخالفت كولو . محترم استاد سنګ چاركي چې د جبهې وياند دى ، په يو بيان كښې ويلي وو چې دوي به په جرګه كښې ګډون ونه كړي خو بيا مو وليدل چې د همدې جبهې رئيس د جرګې د رئيس په حيث انتخاب شو .
استاد رباني د شوملو مچ دى . د هرچا شوملو ته ځان رسوي او پكښې غوټې وهي. .
جناب كرزى صاحب !
د استاد رباني د جبهې غړي ستاسې په حكومت كښې ستر قوت او ځواك لري . هغوي خپل اهداف پر مخ بوځي.
ټوله دسيسه او توطئه د پښتنو د محو كولو د پاره جوړه ده . پنجابيان هم له رباني سره دي . ايران هم له رباني سره دى . د پښتنو پر ضد مبارزه روانه ده. دا بدبخت قوم له ځان نه خبر نه دى . دى قوم په تاسې باندې ځان قربان كړ ، تاسې يې دوه ځله د جمهوري رياست څوكئ ته ورسولئ خو دغه قام ته د څوكيو د ويش په وخت اهميت ورنكړ شو او نه هم وركول كيږي. دوي بايد په خپل سياسي شعور كښې بدلون راولي او د نوې زمانې له چلونو سره سره برابر كړي.
جناب رئيس صاحب !
يولس وزيران ستاسې په كابينه كښې كمبود دي . تاسې له هغو هوكړو په اساس چې له دوستم ، محقق ، خليلي ، مارشال سره مو كړي دي ، دا پاتې څوكئ بل چا ته وركولاى نه شئ ، همدا وجه ده چې كابينه ناقصه پاتې ده.د ولسي جرګې غړي هم په دې خبره پوهيږي . كه تاسې بيا هم د يادو شويو كسانو له خوا نور وزيران پارلمان ته معرفي كړئ نو له ولسي جرګې څخه به د اعتماد رايې وانخلي .
متأسفانه چې تاسې نه شئ كولاى چې پخپله خوښه مستقل وزيران وټاكئ ، كه داسې وكړئ نو ياد شوي كسان به له تاسې څخه بيل شي او مخالفينو ته به واوړي ، بيا به په دې صورت كښې ستاسې موقف ته زيان ورسي. زما په اند تاسې ملت ته رجوع وكړئ چې ملت څه غواړي . په هغه څه كښې چې د ملت ګټه او فائده وي هغه وكړئ. تاسې بايد قرباني وركړئ.
آيا ګټه په دې كښې چې تاسې د يو څو محدودو كسانو د لاس آله او له دوي سره ګروګان وسئ او كه نه بهتره ده چې د ملت د هيلو سره سم د ملت غوښتنې په نظر كښې ونيسئ.؟
جناب رئيس صاحب ! دولت داري آسان كار نه دى. په پښتو كښې يو متل دى چې " ترګاڼي د بزو كار نه دى."
دولت داري ډير فكر او تدبير غواړي ، ماغزه غواړي ، سياسي شعور غواړي .
د نړئ د بيلابيلو هيوادو جمهور رئيسانو ته وكورئ ، پادشاهانو ته او اميرانو ته وكورئ چې څنګه دولت داري كوي . د سوډان جمهور رئيس ته وكورئ چې د امريكې او د امريكې د پلوي حكومتونو له خوا ورباندې څومره فشارونه راغلل ، حتى خبره دې حد ته ورسيده چې د لاهاى محكمې ته د حاضريدو امر هم صادر شو خو سره له دې هغه مبارزه وكړه او بيا هم په قدرت كښې پاتې شو ، د ولسمشرئ ټاكنې تر سره شوې او دى د رئيس په حيث انتخاب شو . دا ولې ؟ دا ځكه چې له سره خلك دي . له ده سره سياسي قوت موجود دى ، له ده سره دده اردو ملګرې ده ، امنيت دده په لاس كښې دى ، پوليس دده په خدمت كښې دي ، استخبارات دده د پاره كار كوي .
تاسې څه لرئ ؟ آيا قوي اردو لرئ ؟ آيا قوي پوليس لرئ ؟ آيا قوي استخبارت چې ستاسې په خدمت كښې وي ، لرئ ؟ آيا سم او واضح خارجي سياست لرئ ؟ آيا داخلي سياست مو سم دى ؟ آيا اقتصادي مسائل مو سم دي ؟ آيا فرهنګي او تعليمي چارې سمې دي ؟
كوم شى او كوم كار سم دى ؟
ارګ يو آرام ، پاك او صفا ځاى دى . هلته خاورې دوړې نشته ، دروازې او ګړکئ بندې دي . هلته ستاسې ډير شمير مامورين او كاركونكي ډير آسوده آرام دي ، ښې ښې ديريشئ يې په ځان دي ، د ورځې له مود سره سم يې ښائسته ښائسته نكټائيانې تړلي ، په بوټانو يې د كابل د ښار دوړې او خاورې پرتې نه دي .
څوك چې وغواړي ستاسې ليدو ته درشي نو په ارك كښې سل ځايه تالاشي كيږي او زورول كيږي . زه يو ځل درغلى وم نو د ارګ له دروازې نه ستاسې تر دفتر پورې په دوه نيمو ساعتو كښې رسيدلى وم . اوس كه يو څوك له كنړ يا خوست نه ستاسې ليدو ته راځي نو خداى خبر چې په څومره وخت كښې به تاسې ته ورسي.
تاسې لږ له ارګ څخه بهر راووځئ او د كابل د ښار په لارو كوڅو كښې وګرځئ ، تاسې به وكورئ چې څومره غريبي ده ، تاسې به وكورئ ، چې څومره بې وسي او مجبوري ده . تاسې به وكورئ چې څومره غريبانو او مسكينانو د غريبئ او مسكينئ كچكولونه غاړې ته اچولي او د خداى په نامه خيرات غواړي . د خلكو مخونه د بې وسئ او مجبورئ له لاسه سپيره سپيره ښكاري د صابون د اخستلو توان نه لري چې خپل مخونه او سرونه ورباندې ومنځي . ددوي په اصلي څيرو كښې هغه ښګلا او ځلا نشته كومه چې د يو شمير جنګسالارانو ، زورمندانو او دولت مندانو په مصنوعي څيرو كښې ليدل كيږي.
له دې څو كسانو نه چې له تاسې سره په ائتلاف كښې دي او هر څه د ځان دپاره غواړي چې په دوي كښې ، استاد رباني ، استا سياف ، استاد محقق ، استاد خليلي ، آيت الله محسني ، مارشال صاحب ، حاجي صاحب دين محمد ، تورن اسمعيل خان او يو شمير نور و شامل دي ، تاسو پوښتنه وكړئ چې دا دومره سرمايه ، بلند منزلونه او دارايي يې له كومه كړې ده . له دوي څخه وغواړئ چې دا خپله سرمايه او دولت د غريبانو د خير ښيګڼې په كارونو كښې ولكوي . كه دا كار وكړئ نو لوى ثواب به وګټئ.
ستاسې ورور احمد ولي نام بده دى چې نه پوهيږم د مخدره موادو په قاچاق او تجارت كښې لاس لري ، دولتي ځمكې يې غصب كړي دي او په كندهار كښې يې د ديكتاتورئ يو نظام جوړ كړى دى .
جناب رئيس صاحب ! د مخدره موادو قاچاقبران او سوداګران نور خلك دي ، د ځمكو غصب كوونكي نور خلك دي ، د د يكتاتورئ د نظام جوړونكي نو كسان دي خو هغوي ستاسې ورور بدناموي . آيا تاسې په دې حقيقت پوهيږئ او كه نه ؟ كه پوهيږئ نو بيا ولى مو سكوت اختيار كړى دى. د مخدره موادو قاچاقبران ، د ځمكو عاصبان ، او ديكتاتوران ولس ته معرفي كړئ ، كه داسې ونه كړئ نو ستاسې ورور به د قاچاقبر ، ظالم او د ځمكو د عصب كوونكي په حيث معرفي شي او بيا به مو ورور له لاسه لاړ شي او تاسې به هم په خپله مخه لاړ شئ.
د نجيب سرنوشت تاسې ته معلوم دى . له هغه سره يې څه وكړل . كه اوس فكر ونه كړئ او كومه لار ونه سنجوئ نو ستاسې سرنوشت به هم نجيب له سرنوشت سره توپير ونكړي.
ما تاسې ته د يو دوست په حيث دا خبرې وليكلې ، خپل مسؤليت مې رفع كړ نور نو ستاسې كار دى.
ما علينا إلا البلاغ
سليمانخيل