خاقان عباسي د افغان ولسمشر بلنه منلې

د پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چېد دغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر بلنه منلې ده.
 
د معلوماتو له مخې، نوموړي کابل ته به په رسمي سفر د تللو اراده کړې ده.
 
په ورته وخت کې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ناصر خان جنجوعه د سفر په لړ کې افغان ولسمشر ویلي وو، چې د پاکستان لومړي وزیر ته د کابل د سفر بلنه ورکوي.
 
د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په حواله؛ خاقان عباسي د افغان ولسمشر بلنه منلې ده، خو ددغه سفر کره نېټه معلومه نه ده.
 
ښاغلي عباسي ویلي جې دده له سفره وروسته به افغان ولسمشر ته هم بلنه ورکړل شي.