
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،کب ۲۹مه) دا اوسنۍ خبره نه ده، چې افغان طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي.
د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند مایک انډرېوس ویلي وسله وال طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري.
ویل شوي، چې طالبان په افغانستان کې جګړه کوي او بیا خپلو مراکزو ته ځي.
د انډرېوس په خبره، دا چې ولې امریکايي ځواکونه د پاکستان په خاوره کې ددغو ډلو د له منځه وړلو اقدام نه کوي ویلي، امریکايي ځواکونه اجازه نه لري.
نوموړي زیاته کړې، امریکايي ځواکونه د پاکستان حریم ته درناوی لري او له ځينې ځانګړو مواردو پرته د پاکستان خاورې ته نه ننوځي.