د بښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ ننګه کړې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،کب۲۹مه) د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د پښتون ژغورنې له غورځنګ ملاتړ کړی دی.
 
دغه سازمان ویل، چې د پاکستان حکومت دې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنو ته درناوی وکړي.
 
ویل شوي، چې پاکستان دې خپل ټول هغه قوانین بدل کړي چې په هغه کې دیموکراسۍ ته زیان دی او د خلکو غږ پورته کول پکې ناروا دي.
 
ددغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په سوله ییزه او حق لاره د خپلو حقوقو د غوښتنو لپاره روان دي.
 
بل خوا د یادې خبرپانې له مخې، پاکستان باید هغه دوسیې له منځه یوسي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر ضد یې جوړې کړې دي.