مونږ غچ واخيست!

څه موده وړاندې مو د رسنیو له لارې په وارـ وار د فراه ولایت د مسؤلینو او اوسېدونکو له خوا د پوځي مرستو د غوښتنو نارې او سورې واوریدې.

دوی وېره لرله چې طالبان د دوې پر سیمو د برید هوډ لري او دوی د دفاع لپاره هیڅ هم نه لري.

هماغسې هم وشول، د دولت د بې پروايي او بې اعتنایې له امله په دې ولایت کې ناورین رامنځته شو.

د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د زړه بوږنونکې پيښې ویدوچې د طالبانو د غیرې انساني کړنو یوه بیلګه ده ؛ زما په څیر به ډېر نور خلک هم د دې ویډیو د لیدو توان او طاقت ونه لري. لیدل یې چې دومره ګران دي نو په هغو کورنیو به څه تیریږي.

ځیني نور چې نیول شوي وو، له هغوې سره هم وحشیانه عمل تر سره کیږي؛ دا کړنې له انسانیت او اسلامیت سره بشپړ ټکر لري.په دغه ویډیو کې مې ولیدل چې یو ځوان د طالبانو لخوا په بې رحمې وهل کیږي، اویو بل وحشي د ایران او پاکستان جیره خور غلام په قیچي سره یې د لاسونو ګوتې غوڅوي او په تکرار، تکرار وايي: دا غلامان دي ! دا غلامان دي!

دغه ځناور دا هېر کړي وو چې؛ دی خپله د پردو جیره خور غلام او نوکر دی او هغه چا ته د غلام نوم ورکوي چې د خپل هیواد، ولایت، کور او کلي څخه د دفاع په خاطر د پلورل شویو غلامانو په ګیر لویدلي دي.

له دې پيښې یوه ورځ وروسته له رسنیو څخه مې واوریدل چې د فراه ولایت مرکز ته نږدې څو نورې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او د دې سیمو اوسېدونکي او مسؤلین له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي مګر هیڅ مرسته ورسره ونه شوه؛ او طالبان په دې بریالي شول چې د ځينو نورو پوستو ساتونکي هم په وحشیانه ډول ووژني.

ژوندي اوسیدنکي هم له ډول – ډول ستونزو سره مخ شول، طالبانو یې کروندې له منځي وړي دي، ډېرې نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي دوی له یوې خوا د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ دي او ویل کیږي چې له بل لوري له مرکز څخه پر دوی د لاسي بمبونو حملې کیږي.

له دې ویډیو وروسته مې یوه بله عجیبه ویډیو تر سترګو شوه!

په ویدیو کې یو څو وژل شوي طالبانو ښودل کیږي؛ یو څو حکومتي کارکونکي بیا وايي مونږ د خپلو وژل شویو هیوادوالو غچ واخیسته!!! دا دې د دوی څو کسه مو هم ووژل!

آیا ستاسې مسؤلیت غچ اخیستل دي؟ په دې ډول غچ اخیستلو به دا وطن جوړ شي؟ ستاسې دا ډول غچ اخیستنه به هغه بې ګناه ځوانان بیا ژوندي کړي؟ د هغوی د خاورو لاندې آرمانونه به پوره کړي؟ د هغوې د خوارو بچو، د بې وزلو کونډو او بورو مېندو د زړونو د ټپونو درمل به شي؟

د دی ډول غچ اخیستنې پر ځای به مو د دې سیمو د اسیدونکو او مسؤلینو غوښتنې جدي نیولی وای، توجه به مو ورته کړی وای؛ پر وخت مرستې به مو رسولی وای او د دې ناورین مخه به مو نیولی وای.

د دې ولایت د مافیايي خبیثو کړیو په له منځه وړلو کې به مو هڅې کړې وای او پر ایران د اوبو د بندولو له اعلان څخه وړاندې به مو له دې هیواد سره د افغانستان په ګډه پوله جدي امنیتي تدابیر نیولای وای.

ستاسو دا کړنه غچ اخیستل نه دي؛ د هغو بې ګناه ځوانانو په شهادت ملنډې دي.