
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب۲۸مه) عوامي ملي ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي، چې د قبایلو او د پښتونخوا د نورو سیمو ترمنځ به کرښې له منځه وړي.
ویل شوي، چې دوی به پښتانه سره یو ځای کوي او په دې توګه به د انګریزي میراث په له منځه وړلو کې هڅه کوي.
د ښاغلي اسفندیار ولي خان په وینا، ځينې کسان چې د پنجابي حکومت ملاتړ کوي، دوی دې د انګلستان د میراث ساتنه نه کوي.
هغه د پاکستان پر حکومت هم غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې شته ستونزې حل کړي او په دې توګه په سیمه کې د روانو ناخوالو په له منځه وړلو کې ونډه واخلي.