والدميير پوتين د څلورم ځل لپاره د روسيې ولسمشر وټاکل شو

نن د مارچ په اتلسمه  په روسيه کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې. له ولسمشر پوتين سره په دې ټاکنو کې اووه نور نوماندان هم سيالۍ ته ولاړ وو.

د لومړنيو رايو پايلې ښيي، چې ولسمشر پوتين په ننيو ټاکنو کې د ټولو رايو ۷۳،۹ سلنه رايې تر لاسه کړې دي. خو په رسمي ډول سره دغه سلنه تر اوسه نه ده اعلان شوي.

د روسيې په وخت به نن شپه دوه بجې، د ټاکنو پايلې په رسمي ډول سره اعلان شي.

ولسمشر پوتين وکولی شول، چې د اکثريت رايو په اخېستلو سره د څلورم ځل لپاره د روسيې ولسمشر شي. لومړنۍ پايلې ښيي، چې د ټاکنو اټکلې پايلې به ډ ټاکنو د پايلو له رسمي اعلان سره ډېر توپير ونه لري او ډېر احتمال شتون لري، چې ټاکنې به دويم پړاو ته لاړې نه شي.