مایک پنس: له پاکستان څخه دې په افغانستان کې روان ترهګریز فعالیتونه ودرول شي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۷مه) امریکا له پاکستان یو وار بیا غوښتنه کړې، چې له خاورې یې په افغانستان کې پر ځواکونو بریدونه ودرول شي.
 
د امریکا مرستیال ولسمشر د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ته یوازې دېرش دقیقې بحث کړی.
 
 راپورونه کاږي، چې د خبرو په لړ کې مرستیال ولسمشر عباسي ته خبرداری ورکړل شوی، چې له خاورې یې دې په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه ودرول شي.
 
مایک پنس ویلي، د پاکستان له خاورې دې نور په افغانستان کې پر ناټو او افغان ځواکونو روان بریدونه ودرول شي.
 
عباسي په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې و او له مایک پنس سره یې هم سفارت ته په څېرمه یوه ودانۍ کې لیدلي دي.