پاکستان پر ډیورنډ پوله ۴۸ پوستې جوړې کړي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۷مه) پاکستان پر ډیورنډ پوله ۴۸ نورې پوستې هم جوړې کړې دي.
 
د پاکستان په پارلمان کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت استازي افضل خان د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره پولې د امنیت لپاره اړین تدابیر نیولي دي.
 
نوموړي ویلي، چې ډیورنډ کرښه ۴۸ پوستې جوړې شوې دي او موخه یې هم دا ده، چې د ترهګرو او قاچاقچیانو د تګ راتګ مخه ونیسي.
 
دغه هېواد تر دې وړاندې هم پر ډیورنډ کرښه اقدامات ډېر کړي دي او په وینا یې د روان ۲۰۱۸ کال تر پایه به پر ټول ډیورنډ د اغزن سیم د غځولو چارې بشپړي شي.
 
ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ فرضي کرښه ده، چې د رسمي پولې ارزښت نه لري، خو پاکستان تل ورباندې درسمي پولې په څېر اقدامات کړي.