روسيان به نن ورځ د شپږو کالونو لپاره خپل ولسمشر ټاکي

روهي (يوه نۍ/۲۷ د کب)، نن ورځ (د مارچ ۱۸ مه)، په روسيه کې ولسمشريزې ټاکنې تر سره کيږي. که چېرې د ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ نوماند په غوڅ اکثريت سره رايې تر لاسه نه کړي، نو د دويم پړاو ټاکنې به درې اونۍ وروسته د اپريل په اتمه نېټه تر سره شي.

د روسيې ولسمشريزو ټاکنو ته اته کسانو ځانونه نوماند کړي دي، چې تر ټولو مخکښ يې د روسيې اوسنی ولسمشر ولادميير پوتين ښکاري. ولادیمیر ژرینوفسکي، پاول ګرودینین، کسینا سابچاک، ګریګوری یاولینسکي، باریس تیتوف، ماکسیم سورایکین او سرګئي بابورین له ولسمشر پوتين سره سيالۍ ته ولاړ نور نومندان دي. 
 
که ولسمشر پوتين دغه ټاکنې وګټي نو د څلورم ځل لپاره به د روسيې د ولسمشر په توګه پاتې شي.

د روانې ميلادي مياشتې په سر کې ولسمشر پوتين ولس ته په وينا کې ويلي وو، چې د ټاکنو په بريا سره به، په راتلونکو شپږو کالونو کې په مېلېاردونه ډالر پانګونه وکړي، ترڅو په روسيه کې د فقر کچه راټېټه کړي او همدا ډول په بېلا بيلو برخو روسيه د نړۍ سيال قدرت جوړ کړي.

د روسيې د ولسمشريزو ټاکنو سره په عينې وخت کې، د روسيې او انګلستان اړيکې هم کړکېچنې شوې دي. تازه تېره ورځ، مسکو له روسيې څخه د ۲۳ بريتانوي ډېپلماټانو د وتلو ضرب العجل لندن ته ورکړ.