
په راډيو کې يې د افغانستان پر امنيتي وضعيت خبرې کولې او د دفاع، کورنيو چارو د وزارتونو نومونه یادېدل، ملګري مې راته وویل چې په دې وزارتونو امنيت نه راځي، ماته د کرنې، بيا رغولو او ټولګټو وزارتونه راکړه، په دوه مياشتو کې امنيت راولم.
ما ورڅخه وپوښتل، څنګه؟ ملګري وويل : خلک ډوډۍ نه لري، د ډوډۍ بودولو ملکيت نه لري او د ملکيت نه لرلو له امله په هېواد پورې د تړلتيا مزي نشته. په اوله کې مې د ملګري خبرې بابېزه وګڼلې، فکر مې کاوه چې هسې لګيا دی ،خو چې ښه ځير شوم د روان کړکېچ يو څه ريښې مې په دې ستونزه کې وموندلې.
کله چې د افغان انسان په ښېګڼه خبرې کوو، نو لومړۍ اړتيا خواړه دي، کار دی د کار وسايل دي او ملکيت دی. افغان انسان باید په دې هېواد کې د ملکيت خاوند شي ،چې روحاً او جسماً په دې خاوره پورې وتړل شي. وږي افغان ته د وطندوستۍ ترانې ټوکې ښکاري او مجبور افغان انسان تر ملا پورې باروت تړي او د څو روپيو لپاره ځان هم وژني. د شخړو يو لوی لامل لوږه، بې روزګاري او فقر دی.
دا مو هم اوریدلي دي، چې افغانستان يو کرنیز هېواد دی، ولې؟ زمکه اوکرنه تر ټولو ابتدایي تولیدي وسايل دي. چې که اوبه ، زمکه او ابتدايي وسايل وي، نو انسانان د خپل ابتدايي ژوندامکانات ترې بودولی شي. افغان انسان د تولید نور امکانات نه لري، افغان انسان تولیدي انرژي ( بريښنا)، ماشین، خام مواد، مناسب بازارونه او تجارتي سیستمونه نه لري، ځکه نو په دې هېواد پورې يې د تړلو لويه وسيله زمکه، اوبه او کرنه ده. په مجموع کې باید افغان انسان ته کار پيدا کړو . ښاري ته يې يو ډول توليدي وسايل او کليوال ته يې بل ډول. د ويښتيا د پړاو يوه اساسي اړتيا همدا ده.
زه ډېر پر افغانستان ګرځم، مانا دا چې تقریبا ټول وطن مې له الوتکې څخه کتلی دی، ښه پریمانه غرونه، ځای ځای ناوې او روانې اوبه، بيا يو کوچنی کلی او يو څو پټي، ځینې ځايونه پراخې دښتې، کله کله وروشوګانې او د وچو ځمکو تر څنګ چټک بهيدونکي سيندونه.
هر ځل چې له هوا څخه د افغانستان زمکه ګورم نو له ځان سره همدا سنجوم چې د ويښتيا د دورې حکومت بايد دا سیندونه پردې وچو زمکو را واړوي او خلکو ته دې يې وویشي، چې ځانته ترې روزي بوده کړي، په دې توګه زما د ملګري خبره ريښتيا کېږي هر څوک چې يوه ټوټه زمکه ،په ليښتي کې بهيدونکې اوبه او د خرڅلاو لپاره کرنیز محصولات ولري، نو جګړه او جرم نه کوي . هو د ويښتيا د دورې حکومت ښايي افغانانو ته ملکيت، د يوه علمي او عملي میکانیزم پر اساس، ورکړي او بيا يې د توليد شويو محصولاتو د خرڅلاو غم وخوري، افغانستان به ژر د آسيا په هالند بدل شي او چارګرده صنعتي دنيا ته به خواړه، سابه او لبنيات ورکړي او پخپله به يې هم کولمې غوړې وي. ښاري نفوس ته به هم د سوداګرۍ اودکرنیزو محصولاتود پروسس په برخه کې کار پيدا شي، د کلي او ښار اړیکې به وتړل شي، د ښارونو په وړاندې به د کليو بدبیني ختمه شي او جګړه به د خپلې مور په ګېډه کې وچه شي.
ښه ګران لوستونکي به وايي ،چې: دا که دومره آسانه خبره ده، نو تر تا ( لیکوال) هوښيار خلک په دومره غټو غټو نکټايانو او څوکيو ترې خبر نه دي؟ ټول ترې خبر دي خو هېواد ته ژمنه، وفاداري او کار اهل کار ته سپارل غواړي، دا حکومتونه ددې وړتيا نه لري ځکه خو د ويښتيا د پړاو حکومتونو ته اړتيا شته، موږ ښايي اصلاحات له همدې ځايه پېل کړو.
زما ملګري ويل :
د روښانتيا د دورې روڼ اندي او د عامه ذهنيت رهبري کوونکي ځواکونه بايد دغه مسئله په منظمو چوکاټونو کې مطرح کړي، هم حکومت، هم خلک او هم قانون جوړوونکي پرې وپوهوي. موږ د زمکو له مافيا څخه پازاب يو، ولې؟ ځکه موږ فکر کوو، چې يوازې په ښارونو کې دننه زمکې ارزښتمې دي، حال دا چې هره زمکه چې توليد کولای شي ارزښتمنه ده، يوازې موږ بايد ورشو، آباده يې کړو او بې ملکيته خلکو ته يې ورکړو، د زمکې د مافيا ديو به هم مات شي او له احتياجه به هم راووځو، په ښارونو به هجوم اوفشار هم خلاص شي، ملي يووالی به هم عملاً رامنځته شي اوحب الوطن به را وټوکېږي، ځکه حب الوطن له حب الملکيت څخه را زېږي او تر ټولو لويه نتیجه چې ټول ټوپک پر اوږه او ګوته په ماشه ځوان نسل به پټيو کې بوخت شي، نو امنيت پخپله راځي. سياسي مذاکرات او پر کاغذونو لیکلي د سولې شعارونه د جنګ ځای نه نیسي، راځئ دا معادله بل ډول بدله کړو او د جګړې ځای په کار بدل کړو. کار که د جګړې ځای ونیسي نو سوله راوستلی شي، جنګ پخپله خپل ځای سولې ته نه پرېږدي.
درېيمه لاره :
پايله دا ده چې موږ به د خپلې هغې فاسدې چورلیزې کړۍ د ماتېدو چاره ومومو چې لا تر اوسه په کې سربداله يو، تېر اته، نهه کاله مو په دې تېر کړل چې اول اقتصاد ته وده ورکړو که سوله راولو؟ سوله بې اقتصاده نه راځي او اقتصاد بې له امنه، چرګه نه شته چې هګۍ واچوي او چې هګۍ نه وي چرګوړی نه راوځي، په دې ـ دې کې ژوند را باندې تېر شو.
په همدې روانه جګړه کې بايد د خلکو د نسونو غم وخورو، بې روزګاري پای ته ورسوو خلکو ته کار ورکړو او بيا ټوپک ترې واخلو.
د ويښتيا په پړاو کې بايد افغان انسان د ملکيت خاوند شي. په لکونو جریبه زمکې د اوبو لښتيو ته اړتيا لري او د افغان انسان مټو ته، زما ملګري ريښتيا ويل د امنيت او سولې وزارتونه د دفاع او کورنيو چارو نه ،بلکې د کرنې، فوايد عامې او کار وزارتونه دي.
امنيت له ډوډۍ څخه پېل کېږي. په ډوډۍ موړ، د کور او زمکې خاوند افغان انسان د ګاونډيو او دښمنانو چل او فریب ته نه تسليمېږي، ګاونډيان او دښمنان په دې پوه شوي دي، چې څنګه يو شمېر افغانان خپلو غوښتنو ته ور مات کړي. زمکې يې شاړې پريښي، له سیندونو څخه يې هره ورځ ميليونونه متره مکعب اوبه غلا کوي او ځوانان يې په ټوپکو، پوډرو، نشو او بمونو سینګار کړي دي، ګټه يې دوی خوري وینې يې موږ ته راځي.
د ويښتيا پړاو بايد دا بهير سرچپه کړي، خپلې زمکې، خپلې اوبه او خپل ځواک د افغان انسان لپاره، ټوپک او بم د پرديو دښمنو لپاره.
همدا ده درېيمه لاره