
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۶مه) د جرمني په کولن ميشينيش ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنې د ښاغلي ډاکټر ماخان شينواري هڅو په پار ستاینغونډه جوړه کړې ده.
ښاغلی ماخان شينواری د ننګرهار ولايت د شينوارو په هسکې مېنې ولسوالۍ کې زيږدلی دی.
هغې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په پلرنۍ سیمه او پلازمېنه کابل کې ترسره کړې دي او لوړې زده کړې يې د اتريش په وین ښارکې په شمير پوهنې کې د ډاکټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي.
نوموړي په یاده غونډه کې هغه نوښتونه چې ده په شمير پوهنه کې د پښتو ژبې د ودې په پار کړي دي وړاندې کړل.
شینواري تر دې دمه ۴۰بېلابېل کتابونه په پښتو ژبه لیکلي او ژباړلي دي.
په جرمني کې د افغانانو کلتوري ټولنې هېله ښودلې، چې دغسې غونډې په راتلونکې کې نورې کلتوري ټولنې په انګړکې جوړوي.