مسکو ۲۳ بريتانوي ډېپلماټانو ته له روسيې څخه د وتلو وخت وټاکلو

روهي (نۍ/۲۶ د کب)، د روسيې بهرنيو چارو چارو وزارت په ياد هېواد کې ۲۳ بريتانوي ډېپلماټانو تر يوې اونۍ وخت ورکړی، چې له ياد هېواد څخه وځي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په مسکو کې د بريتانيا سفير لوری (بریستاو) احضار او تر يو اونۍ وخت يې ورکړی، چې بريتانوي ډېپلماټان روسيه خوشې کړي.

روسيې چارواکو همدا ډول د روسيې په سن پترزبورګ ښار کې د بريتانيا کنسولګری هم لغوه اعلان کړي او دروازې يې تړلې دي.

مسکو دغه پرېکړه د بريتانيا د لومړي وزير ترزا مي د هغه پرېکړې په غبرګون کړي، چې تېره اونۍ يې له بريتانيا څخه ۲۳ روسيي ډېپلماټان خارج کړل.

په دې ورستيو کې د يو روسيې جاسوس پر سر د مسکو او لندن اړيکې خرابې شوي او شونې ده، د دواړه هېوادونه به يو سياسي بايکاټ ته سره دننه شي.