محکمې د پروېز مشرف پېژندپاڼه او پاسپورت باطلېدو حکم کړی

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۶مه) پاکستان کې ډان ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلې، چې يوې ځانگړې محکمې حکومت ته حکم کړى ترڅو د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف پېژندپاڼه او پاسپورت باطل کړي.
 
ویل شوي، چې محکمې غوښتنه کړې چې مشرف د نړيوالو پوليسو په مرسته ونيول شي.
 
ډان ورځپاڼه په حواله، ددغه هېواد کورنيو چارو وزارت د نواز شریف د کورنۍ په اړه، د دغه هېواد د احتساب ملي ادارې غوښتنه نه ده منلې.