امریکا: پاکستان د ترهګرو پر وړاندې اقدام نه دی کړی

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۶مه) د سپينې ماڼۍ مسوولینو تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ټرمپ هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته له پاکستان متوجه ګواښونه او خطرونه له منځه یوسي.
 
ویل شوي، چې د ټرمپ له نوې تګلارې پوره شپږ میاشتې اوړي خو لا هم پاکستان د ترهګرو پر وړاندې عملي اقدام نه دی کړی.
 
د یادو سرچینو په وینا، ټرمپ به د پاکستان پر وړاندې خپل دريځ لا روښانه او واضح کړي.
 
 امریکايي چارواکو همدا راز د افغان ولسمشر د سولې پر وړاندېز د طالبانو چوپتیا هم د تاسف وړ بللې ده.