غزل

لېريې له خــــماره عذابـونه کــــــــړه
ډکې له ثــوابه نــن جامونــه کـــــــــړه
حســن د تخلــيق په مدارونو کـــــې
جوړ د ستورو ښکلي قطارونه کـړه
شرنګ د زولنـو په ژبه نه غـــــواړي
بنـــــدې ورته زير و بم تارونه کـــــړه
نه دي شاعران چــــــې لېوني نه وي
ډوبې د غزل په جام حسنونه کــــــړه
رســـــم دې کــه وهـــم د الله پــه کـــې
تاوې چې د غاړې تعويذونــه کــــړه
زړه کـې ېې کړه تېـــره د وفا خطبـــه
نن چې ېې د مينې آذانــــــونه کـــــړه
رنګ ېې د اســـــود په ويــنه ولـــــړه
رب د پرهر ژلو ژنکـــو زړونه کـــــړه
3،6،2010
 
 
    \"\"