
روهي (نۍ/۲۶ د کب)، په جرمني کې پوليسو ويلي، چې يو افغان کډوال يې له دې امله نېولی دی، چې د جرمني لومړۍ وزېرې انګلا مرکل ته يې دنېږدې ورتګ هڅه کوله.
پوليس وايي، چې کله مرکل د پارلمان له وادنۍ څخه را بهر شوه او د خپل موټر په لور روانه وه، نو يو افغان کډوال هغې ته د شپږ متره په واټن نېږدې شو، چې وروسته د پوليسو له خوا ونېول شو.
پوليس زياتوي، چې دغه افغان کډوال په رواني ناروغۍ اخته دی او کومه ترهګريزه او يا عقيدوي موخه يې د مرکل په لور په ورتګ کې نه وه نغښتي.
پوليسو رسنيو ته د ياد نيول شوي افغان د نوم او نورو ځانګړتياوو په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو د زياتو پوښتنو په اساس يې له ځان سره وړی دی.
له دې وړاندې هم، په اروپايي هېوادونو کې افغان کډوال د جنسي تيري، ترهګريزو هڅو او په ورته نورو تورنو د پوليسو له خوا نيول شوي دي.