په امريکا کې د يوه پله د نړېدو له امله ۶ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي

روهي (جمعه/۲۵ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو فلوریدا ایالت په میامي ښار کې تېره ورځ د يو هوايي پله د نړېدو له امله شپږ کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي، چې په ټپيانو کې د يو کس روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دغه پل ۵۳ متره اوږدوالی درلود او د ۸۶۲ ټنه په وزن ساختماني مواد په کې کارول شوي وو، چې له انساني مرګ ژوبلې پرته يې، اته عرادې موټرونه هم له منځه وړي دي.

له پېښې وروسته پوليس او ژغورونکې ډلې سيمې ته رسېدلي او د خاور لاندې يو شمېر نور کسان يې ژغورلي دي.

تر اوسه د پله د نړېدو لامل نه دی په ګوته شوی، خو پوليسو او انجنيرانو په دې اړه پلټڼې پيل کړي دي.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټوېټر په ياده پېښه کې له قربانيانو او د دوی له کورنيو سره غمشريکي څرګنده کړي او له هغه کسانو څخه يې مننه کړي، چې سيمې ته په رسېدو يې د نورو ژوند ژوغورلی دی.