په عراق کې د امريکا يوه چورلکه لوېدلې او ۷ امريکايي پوځيان په کې وژل شوي دي

روهي (جمعه/۲۵ د کب)، د اې بي سي نيوز د خبر له مخې، تېره ورځ د عراق په انبر ولايت کې د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه لوېدلې ده، چې په کې ناست ټول اووه کسان وژل شوي دي.

په خبر کې ويل شوي، چې دغه هاواک HH-60 چورلکه له ټاکل شوې هوايي کرښې څخه بهر شوي او په نسکورېدو سره يې عمله او ناست کسان وژل شوي دي.

په عراق امريکايي پوځي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی، د قربانيانو له کورنيو سره يې غمشريکي څرکنده کړي، خو د قربانيانو د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.

په نسکورې شوي چورلکې پسې د تعقيبي چورلکې عملې ويلي، چې ياده چورلکه د تخنکي ستونزو له امله لوېدلي، خو امريکايي چارواکو د نسکورېدو د علت په اړه پلټنې پيل کړي دي.

په عراق کې د دولت مخالفو وسله والو ډلو هم تر اوسه د يادې چورلکې د لوېدو په اړه څه نه دي ويلي.