
روهي (جمعه/۲۵ د کب)، د امريکا د متحدو ايالتو د ولسمشر دونالډ ټرمپ مشر زوی، ټرمپ جنير خپلې ښځې ونسا ټرمپ ته طلاق ورکوي.
ټرمپ جنير او ونسا ټرمپ په ۲۰۰۵ ز کال کې واده وکړ چې اوس مهال پنځه اولادونه لري. د جنير ټرمپ عمر ۴۰ کلن دی.
دواړه، ښځې او خاوند په خپله خوښه پرېکړه کړي، چې له ۱۲ کلن ګډ ژوند وروسته سره لارې بېلې کړي او په همدې موخه يې په نيويارک کې محکمې ته د طلاق غوښتنليکونه سپارلي دي.
د ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته د نوموړي مشر زوی، د پلار په ادراه کې ډېر مسووليتونه په غاړه اخېستي او ځينې وخت د مرستيال ولسمشر نوم هم ورته اخېستل کيږي.
د جنير ټرمپ او ونسا ټرمپ تر منځ يوه پېښه نېږدې يوه مياشت وړاندې رامنځ ته شوه. د جنير ټرمپ په نوم په يو راغلي ليک کې سپين پوډر اچول شوي وو، چې د نوموړي ميرمنې ونسا ټرمپ د ياد ليک په خلاصولو سره ناروغه او روغتون ته يوړل شوه.
د جنير ټرمپ او ونسا ټرمپ له جدايۍ وروسته د دوی د پنځو اولادونو په اړه تر اوسه څه نه دی، ويل شوي.