خېرات

كه تاسې چا ته له خپلې شتمنۍ څه وركوۍ نودا كومه كارنامه نه ده اوډېره كمه وركړه ده
هو! كه تاسې له خپله ځانه يا له خپله نفسه څه وركړۍ نودا ريښتيني وركړه ده ځكه ستاسې شتمني له هغوشيانوجوړه ده، چې تاسې يې د سبا د اړتيا له وېرې ساتۍ
اوسبا؟
هغه حريص سپي ته به سبا څه وركړي، چې نن په يوه شګلنه بېدياكې په ډېراحتياط هډوكې ښخوي اوپه خپله د سپېڅلي ښارد حاجيانوقافلې پسې روان وي
آيا د اړتيا وېره پخپل ذات كې يوه اړتيا ده؟
اود تندې وېره پداسې حال كې، چې ستاسې څاګانې له اوبوډكې وي پخپل ذات كې يوه نه ماتېدونكې تنده نه ده؟
ځينې خلك نوروته د خپل مال په وركړه خوښي احساسوي، چې همدا خوښي د هغوي انعام دى
ځينې نورد مال په وركړه غمجن كيږي، او همدا د هغوي سزاده
له دې پرته ځينې داسې هم شته، چې د مال په وركړه نه خفه كيږي اونه پرې خوشحاليږي اوپدې هم نه پوهيږي، چې نوروته د خپل مال په وركړه كې اجراو ثواب دى
د دا راز خلكو وركړه په وړاندې دره كې هغه ګل ته ورته ده چې فضا ته خپله خوشبو وركوي
د هغوي لاسونه د خداى په اشارو چليږي او هغه د هغوي د سترګو له شا څخه ځمكې ته ګوري او پر شونډو يې موسكا خپره وي
سوالګرته وركړه ښه كاردى خود يوبېوزله په حالت درك كولوسره بې غوښتنې وركړه ډېر ښه كار دى
سخي انسان له وركړې هم زيات د اخيستونكي د لټې له سرګردانۍ خوند اخلي
نو!
ايا تاسې له دې وروسته هم د مادي شتمنۍ د زياتولوپه فكركې يۍ؟
ستاسې ټوله شتمني به يوه ورځ خامخا ويشل كيږي نوتاسې همدا نن دا كار وكړۍ، چې پخپله د خپل مال له وركړې خوند واخلۍ نه ستاسې وارثان.
تاسې زياتره مهال وايۍ، چې تاسې خېرات وركوۍ خومستحقوته  ستاسې په باغ كې ونې اوپه چمنونوكې رمې داسې نه وايي
ځكه د هغوي د بقا ضمانت په وركړه كې دى اود نه وركړې په صورت كې فناكيږي
په حقيقت كې هغه مخلوق، چې له ورځو او شپوڅخه د خپلې برخې د ترلاسه كولو مستحق ګڼل شوي دي، له تاسې هم د هر څه د ترلاسه كولوحقدار دي
اوهغه خلك، چې د ژوند له سمندره د څښلوحق وركړشوې دى، ستاسې له كوچنۍ ويالې هم د خپلې پيالې د ډكولو حق لري
تاسې ولې ښه ګڼۍ چې تاسې ته بايد يو انسان خپل سر ټيټ او د خپل غرور له مخه د دې لپاره پرده پورته كړي، چې تاسې د هغوي عزت او غرور لغړ او بې پردې وګورۍ؟
لومړى پدې فكر وكړۍ چې تاسې څنګه د وركوونكي د حيثيت درلودو جوګه شوي يۍ؟
ځكه په حقيقت كې وركړه اواخيستنه د ژوند دنده ده
اوتاسې، چې ځان وركوونكي بولۍ، يوازې ګواهان يۍ
اى ترلاسه كوونكو!
تاسې ټول ترلاسه كوونكي يۍ اوسوالګرهم
د احسان داسې پېټى په خپلو اوږو مه باروۍ، چې له تاسوسره تاسوته د دركوونكو اوږې هم ترې لاندې ماتې شي
د وركوونكو د تحفو په وزرو له وركوونكو سره د هغوي د نيت لوړوالي ته يوځاى پورته شۍ
ځكه تاسې د قرض او احسان په ډېر لحاظ كولوسره د هغه چاپه سخاوت شك كوۍ، چې ځمكه يې مور او خداى يې پلار دى، چې تل يې بې غوښتنې هم وركوي
نو تاسې هم د فطرت عمل ځانونو ته مه منسوبوۍ