ولې ټرمپ د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن له دندې ګوښه کړ؟

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د کب)، دوه ورځې وړاندې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د ياد هېوا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن له دندې ګوښه کړ.

د رېکس ټېلرسن په اړه ويل شوي، چې ولسمشر ټرمپ د نوموړي له ګوښه کېدو وړاندې له ټېلرسن سره هېڅ ډول اړيکه نه وه نيولي او نه يې هم د ګوښه کولو د پرېکړې په اړه ټېلرسن ته کوم مالومات ورکړي وو.

ولسمشر ټرمپ د ټوېټر د يو پوسټ په اساس نوموړي له دندې لېرې کړ او تېلرسن هغه وخت کې له امريکا بهر په يو سفر کې بوخت وو، چې د ټرمپ د ټوېټر له لارې خبر شو، چې له دندې لېرې کړی شوی دی.

د رېکس ټېلرسن د ګوښه کېدو په اړه يو شمېر علتونه خپره شوي. ويل کيږي، نوموړي د امريکا د پخواني ولسمشر جورج بوش له نېږدې کسانو څخه وو، او په زياتو مواردو کې له ولسمشر ټرمپ سره جوړ نه وو.

د ټېلرسن د ګوښه کېدو يو بل لامل په بهرنيو چارو وزارت کې د نوموړي په زيات شمېر مخالف کسان ښودل شوي. ويل کيږي چې ټېلرسن د بهرنيو چارو وزارت په مالي بوديجه او بهرنيو پاليسو کې يو شمېر ژور بدلونه رامنځ ته کړل، چې په ياد وزارت کې د لوړپوړو امريکايي چارواکو چې له ټرمپ سره نېږدې دي، د خوښې وړ نه وو.

همدا ډول ويل شوي، چې رېکس ټېلرسن او د امريکا متحدو ايالتو د دفاع وزير جميز مټېس په خپلو کې ډېر سره نېږدې دي، د شمالي کوريا، روسيې او ايران په اړه د ولسمشر ټرمپ له يو شمېر خپل سريو پرېکړو سره به يې مخالف ښودلو، چې په همدې اساس رېکس ټېلرسن له دندې ګوښه شو.