
روهي (پنخه نۍ/۲۴د کب)، تېره ورځ يو ځانمرګي بريدګر د پاکستان په لاهور کې د پوليسو په يوې پوستې ځانمرګی بريد وکړ، چې په پايله يې ۵ پوليس او دوه ملکي کسان وژل شوي او ۱۸ نور په کې ټپيان شوي دي.
په لاهور کې پوځي چارواکو هم د ۵ پوليسو او دوو ملکي کسانو د وژل کېدو او د ۱۸ نورو د ټپي کېدو خبر منلی او زياتوي، چې وژل شوي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
په خبر کې ويل شوي، چې ځانمرګی بريدګر په موټرسايکل سپور وو، چې د پوليسو پوسته يې په نښه کړه او ياده مرګ - ژوبله يې رامنځ ته کړه.
رويټرز د خبر له مخې، د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د ياد بريد مسوليت منلی.