
روهي (څلورنۍ/۲۳ د کب)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ په امريکا کې د يوې پوځي آډې څخه د لېدنې په ترڅ کې (د زور له لارې سوله) په خپلې پالېسۍ ټېنګار کړی.
ټرمپ امريکايي سرتيرو ته په وينا کې ويلي، "د ټرمپ ادراه به په نړۍ کې د زور له لارې سوله رامنځ ته کړي. مونږ به جګړه کوونکي په ځواک وځپو او دوی به مجبور شي چې د سولې لاره خپله کړي او جګړه پرېږدي."
ټرمپ په افغانستان کې د جګړې د بريا په اړه هيله ښودلي او زياتوي، چې په افغانستان کې مې د امريکايي ځواکونو قومندانانو ته صلاحيتونه ورکړي دي، چې دوی کولی شي، له هغې څخه په ګټې د جګړې کرښې وګټي.
د ټرمپ له څرګندنو څخه وړاندې، د امريکا د بهرنيو چارو نوي ګوښه شوي وزير رېکس ټېلرسن هم په افغانستان په طالبانو باندې د پوځي فشارونو د زياتوالي ملاتړ کړی.
رېکس ټېلرسن ويلي، چې په طالبانو باندې پوځي فشارونه کولی شي، چې دغه وسله واله ډله له افغان حکومت سره د خبرو - اترو لپاره چمتو کړي او له جګړې لاس واخلي.
تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا د دفاع وزير مټيس سره په خبرو کې ويلي وو، چې د سويلي اسيا لپاره د امريکا د سټراټيژۍ په پايله کې، افغان طالبانو د سولې لپاره چمتوالی ښودلی دی.
له تېرې يوې مياشتې راهيسې د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تودې شوې دي، خو له بلې خوا په افغانستان کې بهرني ځواکونه په طالبانو باندې د پوځي فشارونو خبرې او ملاتړ کوي.