انګلامیرکل د څلورم ځل لپاره هم د صدراعظمې په توګه وټاکل شوه

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۳مه) د جرمني صدراعظمه اغلې انګلا میرکل د څلورمې دورې لپاره هم د دې هېواد د صدراعظمه وټاکل شوه.
 
نن د دغه هېواد د پارلمان استازو هغې ته رایه ورکړه.
 
راپورونه وايي، چې نوموړې به نن په برلین کې د ولسمشر فرنک والټر شټاین مایر په دفتر کې لوړه وکړي.
 
د جرمني پارلمان په دې پرېکړې سره، د جرمنې د څو میاشتو سیاسي لانجه پای ته ورسېده.
 
هلته د جرمني چپ لاسی سوسیال ډموکراټ ګوند هم انګلا میرکل سره ملاتړ اعلان کړی دی.