د سعودي يو شهزاده د لندن په هوايي ډګر کې ځان وژنه وکړه

روهي (څلورنۍ/۲۳ د کب)، د سعودي د شاهي کورنۍ يو شهزاده د انګلستان په مرکز، د لندن په هوايي ډګر کې له يوې ودانۍ ځان له لاندې غورځولې او وژل شوی دی.

بندر بن خالد بن عبدالعزیز آل سعود، هغه وخت ځان وژنه وکړه، چې د برتيانيا حکومت له ياد هېواد څخه د نوموړي د وتلو امر صادر کړ. بندر بن خالد بن عبدالعزیز آل سعود هم عربستان ته د تګ پر ځای د لندن په هوايي ډاګر کې له درېيم منزل ځان غورځولی او وژل شوی دی.

په ټولنيز رسنيو کې د نوموړي د ځان وژنې ويډيو خپره شوې ده، چې د بندر بن خالد بن عبدالعزیز آل سعود ملګري هڅه کوي ترڅو د ده د ځان وژنې مخ ونيسي. خو په مخنيوي يې نه دي توانېدلي.

د سعودي عربستان حکومت هم د نوموړي د مرګ پخلی کړی، خو د ځان وژنې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د نړۍ د يو شمېر هېوادونو چارواکو د سعودي عربستان له پاچا او همدا ډول د بندر بن خالد بن عبدالعزیز آل سعود له کورنۍ سره غشمريکي کړي او د نوموړي په مرګ يې خواشيني څرګنده کړې ده.