غزل

شاعر: كمال شهزاده
يو ګلالى زمــــــا د فكــــــر له حـــــــــرم وتــــى دى
ورپسې زړه مــــې په قدم ،قدم ، قدم وتـــى دى
اوس د سپوږمــــۍ شاعرانه ارواوې زخم زخم
د سپينو ستورو له لاســـــونو نه ملهم وتى دى
لمر يي په زړه كې وروهلي دي د وړانګو ګوتې
تنكۍ غــرمه له سرو ګلــــــپاڼو نه شبنم وتى دى
د اننګــو حجرالسود كاڼي يي هم ښـــــــكل كړي
له سرو لېمو نه يي هر څاڅكى د زم زم وتى دى
شهزاده نن چې په كې ګل ګل اميدونه شنه دي
دا مې د زړه له هــــرې څانګــې څخه غم وتى دى
خوست