
روهي (څلورنۍ/۲۳ د کب)، د سپوتنیک خبري وېب پاڼې د خبر له مخې، يو ایرلنډی کس چې ۸۴ کاله عمر لري، د ۹ سنتي مترو په اندازه د سر په کيڼه برخه کې خالي قطر لري.
نوموړی د سالمو انسانو په ډول فکر کوي او له عقل څخه برخمن دی او تر اوسه يې په ۸۴ کلن ژوند کې د يادې تشې په اړه کومې ستونزې نه دي حس کړي او نه هم تر اوسه د دغه خاليګاه په اړه پوه شوی وو.
نوموړي کس ته له تېرو څو مياشتو راهيسې يو لړ روغتيايي ستونزې پېښې شوي او همدا ډول د وجود په چپه برخه کې يې کمزورتيا حس کړي، چې د (ام ار ای) په کتنو کې د ناروغ کس د مغزو يو برخه خالي ثابته شوې ده.
ډاکټرانو ويلي، چې د دغه کس د مغزو خالي برخه د زېږون له وخت څخه نه ده، بلکې په تدريجې ډول سره خالي شوې ده، خو دا چې نوموړي پرته له کوم منفي اغېز څخه تر اوسه ژوند کړی، د حيرانتيا خبره ده.
ډاکټرانو ياد کس ته د جراحۍ د عمليات ويلي، خو دغه کس د جراحي د عملياتو څخه ډډه کړي او په مغزو کې پيدا شوې تشه يې په خپل حال پرېښودلې ده.