نامتو ساينس پوه استفن هاوکینګ د ۷۶ کالونو په عمر ومړ

روهي (څلورنۍ/۲۳ د دکب)، د بريتانيا مشهور ساينس پوه استفن هاوکینګ نن ورځ د ۷۶ کالونو په مړ شو. ستفن هاوکینګ په ۱۹۴۲ ز کال کې په بريتانيا کې زېږدلی وو، د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې يې په لسګونه کتابونه ليکي او اختراګانې يې تر سره کړې وې.

د استفن هاوکينګ له مشهور ساينسي او فزيکي کتابونو څخه يو يې هم د وخت لنډ تاريخ يا A Brief History of Time دی، چې اوس د نړۍ په مختلفو پوهنتونونو کې تدريس کيږي او د دغه کتاب لس مېلېونه ټوکه تر اوسه خرڅ شوي دي.

په ۲۲ کلنۍ کې استفن هاوکینګ د عصبي رشتو په يوې نااعلاجه ناروغۍ اخته شو، چې د مرګ احمتال يې زيات وو، خو ډاکټرانو د جدي پاملرنې په اساس نوموړی له مرګ وژغورل شو، خو د فلج په ناروغۍ مبتلا شو.

د استفن هاوکینګ کورنۍ د نوموړي د مرګ خبر په ټولنيزو رسنيو خپور کړي او د نړۍ بېلا بيلو ساينس پوهانو او يو شمېر لوړپوړو سياسي کسانو د استفن هاوکینګ د مړينې په اړه خپلې ژورې خواشينۍ د نوموړي له کورنۍ سره شرېکې کړې دي.