ازاد رقابت که سوداګريزه خبرتيا!

د هېواد محلي اداره چې کله د دندو لېست خپروي ور سره يې غبرګه کړي وي. ازاد رقابت(وړتيا) له مخې به کسان ټاکل کيږي نه په روابطو. موږ نه پوهېږو چې ادارې په ځان ملنډې وهي او که غواړي د وړ ځوانان چې له هېواده بهر يې د ماسټرۍ تر کچه زده کړې کړي په احساساتو ملنډې وهي؟

د حکومت دا ډول کړنې ډير بې واسطې او بې وسلې ځوانان دې ته مجبور کړي چې له هېواده بهر د اروپا په سندونوکې ځانونه د کبانو خوراک کړي او يا د مجبورۍ له وجې مخالفو ډلو سره يو ځاى شي، اخر تر کومه؟ ايا حکومت د دې ځوانانو پر وړاندې مسٶل نه دى؟

راځئ د ژوند يوه ترخه خاطره در سره شريکوم.
په يو وزارت کې د يو پوسټ لپاره تحريري ازموينې ته غوښتل شوى وم، ولاړم ازموينه مې ورکړه، د طمعې خلاف ښه تېره شوه، څلور سوالونه راغلې ول، د دوئ د غوښتنې سره سم مې ځواب کړل. له وزارته ډیر ډاډه راووتم، له ځان سره مې وويل، هغه انتظار په ختمېدو دى، له دې وروسته به له خپلې وړتيا څخه د هېواد او ولس ښېرازۍ لپاره استفاده کوم، د دود سره سم، تر دوه اونيو پورې په اداره کې مامور ټاکنونکي(ايچ ار) او هغه ملګري چې څه نا څه مې پېژندل، په اړيګه کې وم، تر څو مې د بريا او نا بريا څخه خبر کړي. په دې کې دوه اونۍ نورې هم تېرې شوې مجبور له نږدې يې خبر واخلم، نن وزارت ته ورغلم، د ايچ ار دفتر ته، پوښتنه مې ور څخه وکړه، ښاغلى د هغه ازموينې د نتايجو په اړه مو خبر رانه کړ، د کومې د بريا ډاډ چې تاسو راکړى وو؟

ايچ ار په مات زړه راته وويل، وروره دا افغانستان دى، دلته کار اهل کار ته نه سپارل کيږي. بلکې له يو عادي ماموريت واخله د وزارت څوکۍ پورې په رابطو او پيسو پلورل کيږي.

که غواړې دنده تر لاسه کړې. يا به پيسې لرې تر څو د بېرته تر لاسه کولو لپاره يې فساد وکړې او يا دې پلار، ماما، کاکا، وکيل، وزير، معين او يا ټوپکسالار وي.

نور پسې مه ګرځه، ستاسو د ازموينې بريالي نتايج په اشغال دانۍ کې پراته دى او د وزير صيب خپلوان مو بغير له ازموينې او مرکې په فوق العاده ډول نيولى!

له وزارت په ټوله مايوسۍ او مات زړه را وتلى يم، پيسې زه نه لرم، که مې لرلى نو په دنده مې څه کول؟ پلار زما وکيل، وزير، معين او يا کوم ټوپکسالار نه دى چې وزير ته يې د وسلې په توګه وړاندې کړم.

اخر هغه ځوانان څه وکړي چا چې له هېواده بهر په ډيرې مجبورۍ کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي،
ايا حکومت د دوئ پر وړاندې مسٶل نه دى؟ که انسان تر دې حده مجبور شي چې په هر وزارت کې دې د هغه سي وي پورته وي او څوک دې پوښتنه هم نه کوي څه وکړي، نامشروع کومه لار غوره کړي او که...؟

او که حکومت د دوئ پر وړاندې ځان مسٶل نه ګڼي، نو د خداى روي ته دې وګوري دا دې نه وايي چې ازاد رقابت او ستاسو حق به نه خوړل کيږي. دلته شفافيت تش شعار دى غواړي په دې ډول ځان سپېڅلى وښاي خو نه پوهيږي چې په دې سره د ځوانان احساسات وژل کيږي.