
روهي (درې نۍ/۲۲ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ نن په خپل ټوېټر د امريکا د بهرنيو چارو د اوسنيو وزير رېکس ټېلرسن د ګوښه کېدو او پر ځای يې د مايک پامپيو د ټاکنې خبر خپور کړ.
مايک پامپيو اوس مهال د امريکا د مرکزي استخباراتو يا سي ای اې مشر دی، چې له دې وورسته به د رېکس ټېلرسن پر ځای د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده پرمخ يوسي.
ولسمشر ټرمپ په ټوېټر ليکلي، "مايک پامپيوو د سي ای اې اوسني مشر به زمونږ نوی د بهرنيو چارو وزير وټاکل شي، نوموړی به په ښه ډول سره دنده پر مخ يوسي. له رېکس ټېلرسن څخه د نوموړي دندې په اړه مننه کوو."
ولسمشر ټرمپ همدا ډول جېنا هسپېل د سي ای اې مشره ټاکلې ده، خو د امريکا د بهرنيو چارو د وزير رېکس ټېلرسن د دندې په اړه يې څه نه دي ويل شوي.