
روهي (درې نۍ/۲۲ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو په فرانکفورت ښار کې يوې پخوانۍ وادنۍ ته چې ۲۸ پوړه لوړه جوړه شوي وه، چاودنه ورکړل شوه.
ويلي شوي دغه وادني په ۱۹۷۲ ز کال کې جوړه شوې وه او په ياد ښار کې له لوړو او پخوانيو وادنيو څخه شمېرل کېدله.
دغه وداني په دې موخه له منځه تللي، چې ډېره پخوانۍ وه او پر ځای به يې د نوي وخت مطابق وادني جوړه شي.
د ساختماني موادو د زړښت له امله دغه وادني چې د Capital Plaza Office Tower په نوم نومول شوې وه، په ۲۰۱۶ ز کال کې له ګټې اخېستنې ولوېده او چا په کې استوګنه نه کوله.
نوې جوړېدونکې وداني به د ۱۵۰۰ کارکونکو ظرفيت ولري او بېلا بيل خصوصي شرکتونه به په کې کار پيل کړي.