
محمدانعام واک
د کتاب نوم : « افغانستان : رښتيا پلټنه »
ليکوال : بروس ګ . ريچاردسن
پښتو ژباړن : رحمت آریا
خپروونکی : د دعوت د آزادو رسنیو مرکز
چاپ کال : ۱۳۸۸ لمريز
دا ارزښتناک کتاب یوې هراړخیزې تبصرې ته اړه لري، خو زه به په دې خپل لنډ تنګ وخت کې یو څو کرښې چې هیڅکله هم د درانه امریکایي څېړونکي او ژورنالست ریچاردسن د لیکوالۍ، د ښاغلي رحمت آریا د ژباړې او ښاغلي محمدطارق بزګر د کتاب د چاپونې حق نشي اداکولی، ولیکم .
ملي خاین احمدشاه مسعود :
کتاب په افغانستان باندې د شوروي سرو لښکرو د یرغل په لسو کلونو کې یو شمېر هغه پوځي او سیاسي واقعیتونه را سپړي چې تر دې ننه پورې د ډېری افغانانو په خوب او خاطر کې لا راځي هم نه!
کتاب په افغان - شوروي جګړه او له جګړې را وروسته د نړۍ والو ښکیلاکي رسنیو د بې پرېتوب غلبېل له اوبو را باسي . کتاب په دې پښتو متل چې « دروغو به د رښتیاو تر راتګه کلي وران کړي وي »، ډېره ښه تکیه کړې ده .
کتاب له « احمدشاه مسعود» نه د ښکېلاکي رسنیو او د رسنیو شا ته د څارګرو (استخباراتي) شبکو په لاس له افغان جهاد سره د ورانۍ په توګه د « دروغو د زمری » د جوړولو توطیه ډېره ښه څېړي . کتاب، همدا راز، د ښکېلاکي رسنیو د دروغجن کمپاین په شپول کې د عامو خلکو له سترګو نه، د مجاهد په بڼه کې د مجاهدینو د غټ دښمن احمدشاه مسعود، له پټولو نه پرده پورته کوي . کتاب له شوروي اتحاد سره د احمدشاه مسعود د وفادارۍ او له افغانستان سره د غدارۍ ډېره ښه او په رښتیاوو باندې ولاړه شننه کوي .
کتاب د پنجشېر په بازارک کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د څلوېښتم لښکر د یرغل په هماغه څلورمه میاشت، له کا. جې. بې (او د څلوېښتم لښکر له پوځي استخباراتو) سره د احمدشاه مسعود د انډیوالۍ د تړون له معاملې نه پرده پورته کړې ده .
کتاب د شوروي یرغل په ټولو نهو کلونو او دوو میاشتو کې له شوروي څلوېښتم یرغلګر لښکر سره د مسعود د درېدلو، د مسعود د شوروي پلوه ملېشې په مټ د شوروي لښکرو له پاره د جنوبي سالنګ د ستراتېژیک غاښي د خوندي ساتلو او د دې لښکر د نهو کلنو اکمالاتو په پایله کې د افغانستان په جنوب اوختیځ کې له پښتنو سره د درنو جګړو ترخه واقعیتونه لکه د لمر داسې روښانه کړي .
کتاب په نورو ډېری ارزښتناکو مالوماتو سربېره د شوروي یرغل په وړاندې د افغانستان له آزادي بښونکي جهاد سره د لوېدیځ او ختیځ غدارۍ ته ګوته نیسي . کتاب د جهاد په نوم د جهاد ضد او د مجاهد په نوم د مجاهد د د ښمن له مخه نقاب را پورته کوي . کتاب په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پینځمې ستنې ( د ببرک کارمل په مشرۍ د افغانستان د خلکو دېموکراتیک ګوند) له ماتې وروسته واک ته د هغوی د شپږمې ستنې ( د احمدشاه مسعود په مشرۍ شورای نظار) له رسولو نه پرده پورته کوي ...
د پښتنو تصفیه :
کتاب، په دې سربېره، په آتیایمه لسیزه کې د هندوکش له شمال، د افغانستان له شمالي سیمو، نه د پښتنو د را ایستلو او د افغانستان د ټوټه کولو توطیې ته ګوته نیسي . کتاب د احمدشاه مسعود د شورای نظار، دبرهان الدین رباني د جمعیت اسلامي، پرچمیانو، ستمیانو او نورو افغان دښمنو سازمانونو، کړیو په مرسته د « کسکد » او « چامېلیون » په نومونو د شوروي اتحاد د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې له شمال نه د پښتنو د ایستلو توطیه بربنډه کړې ده .
په رښتیاوو باندې د کتاب ولاړې منځپانګې، له اکثریت نه اقلیت ته دپښتنو د را ښکته کولو (د ببرک کارمل) پرونۍ شوروي طرحه چې نن سبا د امریکې په ملاتړ د برهان الدین رباني د جمعیت اسلامي افغانستان، د احمدشاه مسعود د شورای نظار، ستمي کړیو، پخپله د ولسمشر حامد کرزي د ټیم او د ګوتو په شمار پښتانه په اصطلاح دېموکراتانو له خوا له پرون نه نن ښه پلې کېږي، ځای ځای په غټو غټو تورو کښلې ده!
د واک انتقال :
کتاب، د ډاکټر نجیب د حکومت له ماتې وروسته، د مجاهدینو د نامه لاندې د پخواني شوروي ځایناستي (د روسیې فدراسیون) شپږمې ستنې (احمدشاه مسعود) ته دافغانستان د سیاسي واک د تسلیمیدلو خبره رسوا کوي . مجاهدینو ته، د صبغت الله مجددي په مشرۍ، د واک د تسلیمېدلو دروغجنه ډرامه د کتاب د رښتیاو په هنداره کې ډېره ښه ښکارېږي!
د جګړې تاوان :
کتاب، همدا راز، د پخواني شوروي له ځایناستي ( د روسیې فدراسیون) نه د افغان- شوروي لس کلنې جګړې د دوه سوه څلوېښت میلیارد ډالرو د تاوان د غوښتلو په ځای د روسیې فدراسیون ته د غټ ملي خاین حامدکرزي د افغان دښمنه حکومت د تېرېدلو د ذلت سېر را برسېره کړی!!!
اسامه بن لادن، ګاز او طالبان :
کتاب د ترهګریزو لاسوندونو د وړاندې کولو په شرط درېیم ګړي ته د اسامه بن لادن په سپارلو کې د امریکې د حکومت پاتې راتللو او جنوب ته د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا د ګاز د انتقال په معامله کې د امریکایي یونیکال شرکت په ځای له ارجنټایني بریډاس شرکت سره د طالبانو د تړون په بدو کې په افغانستان باندې د امریکې د یرغل ترخه واقعیتونه ډېر ښه او راڼه څېړلي ...
درانه شنونکي او څېړونکي په کتاب باندې هر اړخیزې تبصرې، افغانان په عمومي او پښتانه په ځانګړې توګه د کتاب لوستلو ته رابولم .
ضروري یادونه :
کتاب، په کارده، له سره اصلاح او په زیات شمېر او ښه صحافت چاپ شي .