عجیبہ انصاف دی او عجیبہ ډيموکراسي ده

ساګر ميا صېب وايي چې!! ډېره بدبختی ده چې څوک نه ژاړي د چا سره - سل پتنګان سوځي د يوې شمعې ژړا سره. ميا صېب بل ځای بيا څه ښه وايي!! زما تن بدن را واخلۍ مانه جوړ داسې درمل کړۍ - چې د غريبو د سر شال شم د ړندو د لاس عصاء.

خو بل ځای بيا لېونی او فلسفی غني خان وايي!!
زور هسې پېغور شي چې همت ور سره مل نه شي - ورک هغه مشال شه چې تياره شي او دی بل نه شي

دا ډېره لويه بدبختیي ده چې په يوه هيواد کې خلک خپل حقوق د سولې له ليارې غواړي خو د هغه هيواد چارواکي ېې د هغوی غږ رسنيز کولو ته نه پرېږدي. دلته سوال پيداکيږي چې د فيض اباد د چوک د تشدد څخه ډکې ناستې ته خو د دې هيواد ټولې رسنۍ د دوي د اواز پورته کولو لپاره په اذادۍ سره ورغلې وې، خو نن چې يو زخمی، کړېدلی او کډوال شوی، ولس د رياستي جبر په ضد خپل اواز نړۍ والوته په سوله ايز ډول رسول غواړي خو رياست ېې د حق غوښتنې په مخ کې خنډونه راولاړوي او د رسنيو په مامورينو، مالکانو، کمره مينانو باندې بنديز لګوي چې د دې بې وزله قوم غږ پورته نه کړی.

په انټرنېټ او ټوله نيزو رسنيو هم د انرژۍ ژرنده په دې خاطر پارچاؤ کړي، چې څوک د دوی د غږ او فرياد څخه خبر نه شي. دا د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې رياستي چارواکو په دې مظلوم او بې وزله ولس باندې کړي ظلمونه د نړيوالو د سترګو څخه پټ پاتې شي.

هسې خو په قبايلي ولس د ۷۰کالو راهيسې ۴۰ ايف سي آر په نوم يو تور قانون مسلط دی، خو د کال دوه زره اته څخه راهيسې چې په قبايلي ولس د دهشتګردۍ په نوم کوم ناورين تېر شوی دی، د هغې په بيانولو باندې د سړي غونی ځيږ شي، او نور د دې توان په ځان کې نه لری چې مخکې نوره کيسه واوري.

د دې ټولو ناخوالو سره سره د ۲۰۱۴ زېږيد کال څخه را په دېخوا فاټا او د وزيرستان خلکو د منظور احمد پښتون په مشرۍ کې د دې خبرې کوښښ کړی دی چې حکومت په دې خبره پوهه کړي چې رياستي قواوې دې مجرمين عدالتونو ته وسپاري خو متاسفانه چې د دې هيواد پوځونه د خلکو په کورونو يرغلونه کوي او ځوانان جبراً د خپلو کورونو څخه د شپې په تياره کې د ځانونو سره بيايي، چې ځينې ېې ووژل شي او نور بيا ورک کړی شي.

د کوم غورځنګ مخه چې نن رياست ډب کول غواړي د هغه تحريک د ځوانانو دعوه ده چې مونږ په سوله ايز ډول په ټول ملک کې احتجاجونه په دې خاطر کوو چې زمونږ ورک ځوانان دې را خلاص کړي شي، زمونږ د کليو او قريو کې دې کرل شوي مائنونه (بمونه) دې صفا کړی شي، د سيکورټي په نوم جوړې پوستې دې ختمې کړی شی. بله پوښتنه دا راولاړېږي چې رياست ولې د هغه چا د سوله ايز تحريک مخه ډب کوي کوم تحريک چې نه وسله په لاس کې لري او نه ېې تر اوسه په تشدد لاس پورې کړی وی.

ښکاري داسې چې رياست وېرې اخيستی دی رياست فکر کوی چې که ېې په ولس کړي ظلمونه رسنيز شی نو په نړۍ واله سطحه به د چا سره د سترګو د لګولو قابل پاتې نه شی. دا ښکاره خبره ده چې په زور کلي نه کيږي نو رياست ته په کار دی چې د بې ځايه تشدد په ځای د اولس سره د روغې جوړې ريښتيانۍ لار غوره کړي. د PTM سره کړې وعدې پوره کړي . قاتلان که هغه هر څوک او د هر ګوند سره تړاؤ ولري فورا دې عدالتونو ته وسپاري. پښتانه متل کا! چې د وينو ککړ لاس څوک په وينو نه مينځی نو بيا ولې رياستي چارواکي د څو زر خريدو ملکانو په واسطه د دې سوله ايز تحريک مخ قصدا تشدد طرف ته اړول غواړي؟

چار واکي او اسټبليشمنټ دې په خلاصو غوږو دا خبره واوري چې تر څو پښتانه د دې خاورې مالکان ونه ګڼل شی. تر څو اسټبليشمنټ د پښتنو حقوق ونه مني. تر څو د پښتنو سره د شوو ظلمونو حساب ور نه کړی شي دا غورځنګ به خپله لمن نورو سيمو ته هم وغځوی چې بيا به ېې مهارول د هيچا د وس کار نه وي. مونږ په اسټبليشمنټ يو ځل بيا غږ کوو چې د PTM سره د رغنده مزاکراتو مېز ته کېښني او بيروني عناصرو ته موقع په لاس ور نه کړي چې حالات د بد څخه بتر شي چې ټوله ذمواري به بيا يواځې د اسټبليسمنټ په غاړه وی نه د پښتون تحفظ مومنټ په غاړه.