
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۲مه) د نیپال هېواد ځايی رسنیو راپورونه ورکړي، چې د دغه هېواد په پلازمېنه کاتماندو کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله، ۴۹ تنه وژل شوي دي.
په دغه پېښه کې ۲۲ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو روغتیایي حالت خراب ښودل شوی دی .
ویل شويو چې په دې الوتکه کې ۶۷ مسافر او څلور تنه عمله په کې وو.
معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ د کاتماندو په نړیوال هوایي ډګر کې د کېناستلو پرمهال لوېدلې او بیا یې اور واخیست.
تر اوسه د الوتکې د سقوط په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو د نیپال صدراعظم د دې پېښې په اړه د بېړنیو تحقیقاتو ژمنه کړې ده.