هند په نړۍ کې د وسلو لوی وارېدوونکی هېواد ګڼلی شوی

(روهي ـ ‍۱۳۹۶لمریز، کب ۲۲مه) د نړیوالې سولې د څېړنې مرکز په راپور کې راغلي، چې هند د نړۍ د وسلو ۱۲ سلنه سوداګري ځان ته ځانګړې کړې ده.
 
ویل شوي، چې روسیه پر هند د وسلو د پلور ستر هېواد دی.
 
د راپور په حواله، روسیه د هند ۶۷ سلنه او امریکا یې ۱۵ سلنه تسلیحاتي اړتیاوې پوره کوي.
 
بل خوا سعودي عربستان، چین، امارات، استرالیا، الجزایر، عراق او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د وسله د وارېدوونکو هېوادونو په لېست کې تر هند وروسته ولاړ دي.
 
د راپور کاږي، په وروستۍ لسیزه کې امریکا پر هند د پنځلسو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې دي.