له کلتوري ادارو کلتوري هېلې

زموږ د ټولنې خلک په دوه شيانو ډېر باور لري، لومړی مذهب او دويم کلتور، کله چې دوی هر کار کوي نو له دغو دواړو زاويو ورته ګوري که يې ورسره اړخ لګاوه کوي يې که نه تېرېږي ترې.

زموږ خلک چې تر ډېره په ملي شتمنيو، عامه تاسيساتو او خپل لرغوني تاريخ باندې باور لري، خو ترڅنګ يې د نه پوهاوي له امله خپله ډېری لرغونې شتمني له منځه هم وړې ده چې لومړي سر کې پکې تاريخي ابدات راځي.

کلتوري ادارې، په لومړي سر کې د اطلاعات او کلتور وزارت او بيا تر دې وروسته ولايتونو کې د کلتور رياستونه بايد د خلکو د فرهنګي ميراثونو ساتنه وکړي او په دې اړه بېلابېلې برنامې جوړې کړي، چې تر ټولو مهمه پکې خلکو ته عامه پوهاوی دی.

کله چې د خلکو د پوهاوی کچه لوړه شوه، کلتور ادارې خپلو کارونو، پلانونو او پروګرامونو کې بريالي کېدای شي.

تقريباً دوه کاله مخکې مې هلمند د تاريخي ابداتو د ورانولو او غصب د اندېښنې په اړه د «بست کلا ړنګ دېوالونه» تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې وه، ځينې وړانديزونه مې کړې و، پر ګواښونو مې خبرې کړې وې، خو وروسته ځايي مسؤلين دې ته متوجه شول چې د غصب مخه ونيسي او لرغونې شتمنۍ وژغوري.

هلمند د اطلاعات او کلتور رياست په دې وروستيو کې يو شمېر نوښتګر پروګرامونه پلي کړل، کارونه يې تر پخوا چټک شول، د خلکو او ځوانانو پام يې ځانته راواړوو، مشاعري يې رنګينې کړې، له رسنيو او ژورنالېساتو سره يې اونيزې ناستې راپيل کړې، د خلکو هغه باور يې بېرته ترلاسه کړ چې پر ياده اداره يې بايللی و.

د کلتور رياست چې د خلکو د تاريخي شتمنيو د ساتنې يو ادرس دی بايد خلکو ته عامه پوهای هم ورکړي، د هلمند د اطلاعات کلتور رياست، په دې برخه کې د پوهاوي لړۍ هم راپيل کړې ده او زما د مالوماتو له مخې د هلمند بست کلا شاوخوا ځينې سيمې چې يا غصب شوې وې او يا د غصب له ګواښ سره مخ وې مسؤلين ورغلل او د کلا اړوند يو شمېر ساحې يې وژغورلې، د دوی په حواله ټولې هغه سيمې چې د غصب له ګواښ سره مخ دي يا غصب شوي دي خلاصې به يې کړي.

موږ يو عادت لرو، تل په منفياتو پسې ګرځو، هيڅکله مثبتې خواوې نه را اخلو او يا ډېر کم پام ورته کوو، خو د خلکو ښو کارونو ته بايد ښه او بدو ته بد ووايو. که د هلمند د کلتور رياست هڅې دغه شان ګړندۍ وئ نو موږ به د نورو ډېرو نويو پروګرامونو او پرمختګونو شاهدان و اوسو، ياد رياست په وروستيو کې يو نوی او کمساری ګام واخيست چې د يو شمېر ليکوالو او شاعرانو د کتابونو چاپ ته يې اوږه ورکړه، هېله ده دا لړۍ دوامداره شي او زموږ د هغو ليکوالو چې څېړنې او پنځونې يې لا په الماريو کې تر دوړو لاندې د چاپ شېبې شماري ټولنې ته وړاندې شي.

د کلتوري ادارو څخه چې خلک ترې د کلتوري خدمتونو هېله لري يو شمېر وړانديزونه هم ورته لرم:
يو: دغه پروګرام چې د ليکوالو د کتابونو چاپ ته يې اوږه ورکړې ده، بيا دې هم له بېلابېلو ټولنو، چاپي ادارو او مرکز سره په همغږۍ او مرسته دې يې چاپ کړي او دا لړۍ دې روانه وساتي، په دې سره به ډېری نوي کتابونه ټولنې ته وړاندې شي او د وخت د تاړاکونو څخه به وژغورل شي.

دوه: دا چې هلمند کې لرغوني اثار، په تېره بيا تاريخي ابدات ډېر دي، هره ولسوالۍ کې دوه درې تاريخي کلاوې شته، د بست کلا خو يې په ټوله نړۍ کې نوم لري، که څه هم په دې وروستيو کې ياد رياست په دې اړه کار پيل کړی دی او غصب شويو لرغونو کلاو د ژغورنې په اړه يې کمپاين پيل کړی دی خو دا تاريخي کلاو رغولو ته دې هم پام وکړي.

له يونسکو او نورو نړيوالو ادارو دې وغواړي چې د مسلکي معمارانو په مټ دې تاريخي کلاوې ورغوي، ځکه د طبعي افتونو له مخې ښايي څو کاله وروسته دا کلاوې بيخي خرابې شي، بيا به يې يوازې نوم پاتې وي.

درې: لکه څنګه چې د هلمند کلتور رياست د بېلابېلو ادارو سره د همغږۍ غونډې، ادبي ناستې، مطالعې ته د ځوانانو انګېزه ورکول او دې ته ورته نور پروګرامونه پيل کړي دي، دا خپرونې، غونډې او پروګرامونه دې روان وساتي، په دې سره به زموږ ټولنه کې ډېری هغه ستونزې چې هوارول يې د کلتور رياست دنده ده هوارې شي.

څلور: هلمند چې د ادب زانګو هم ورته ويل کېده د لويو عالمانو ټاټوبی دی، دلته ډېری اثار لا هم خوندي او د ټولنې څخه پټ دي، د دې لپاره دې يوه کمېټه او ځانګړې ډله جوړه کړي ترڅو د پخوانيو عالمانو هغه اثار چې ورک دي راټول او له سره چاپ کړي.

په وروستيو کې د هلمند د اطلاعات او کلتور رياست د مسؤلينو ته کور ودانی وايم چې د نويو پروګرامونو له برکته يې زما په څېر ځوانانو فرهنګي هېلې غوړولي دي.
درنښت
اراکوزيا پوهنتون