
دسوله مل ناشناس که ناشناسه سوله مل
دېوې کيسې په باب:
دلته په دې ليکنه کې دسوله مل شينوارې په يوه لنډه کيسه لنډې خبرې کوو، دکيسې سر ليک هم ناشناس دى. زيات کسان چې په کيسه يې سترگې ومښلي فکر کوي چې دليکوال هدف دافغانستان مشهور هنرمند اوموزيسين دى. ځکه خو ېې پام له اصلي خبرې بلې خواته اوړي. سبب دادى چې زموږ لوستونکې دتگ په وخت کې په ليرى افق سترگې نه گنډي او يوازې خپلو قدمونو ته گوري. له بلې خوا باید ووایوچې کيسه، داستان، رومان ناول، شعر اونور څه چې له دى قبيله دي، هنر دى اود هنرې پدېدې برداشت اوپر هغه پوهيدا هم دلوستونکي اوليدونکي دذهن او درک پر مقياس ټاکل کيږي.
وايي افلاطون که څه هم پياوړى شاعرانه ذوق اواستعداد درلود له شعر سره ېې دومره جوړه نه وه او زيات درياضي او هندسې ليوال اومينه وړى و. ويل کیږی چې دخپلې اکادېمې په دروازه يې کښلي وو: که څوک په هندسه نه پوهيږي نو اکادېمې ته دې نه راننووځي.
که له يوې خوا دسوله مل کيسه ډېره ساده کيسه ده، کرکتر، دکرکتر خبرې، ديالوگ، ماحول اوفضا اوهر څه ېې ددرک اوپوهيدا وړ دي اويو سوډر سړى هم کولي شي چې دده کيسه ولولي خو دهغه برداشت به روښانفکرانه نه وي بلکې ٬٬سوډرانه٬٬ به وي. ځکه خو ګرانه ده چې سوډر او بې هنره لوستونکي دې ددې ساده مطلب شاته د هنر او تحجر ترمنځ کنتراديکشن يا تناقض وویني !!؟ دا ځکه چې د "هغه آس هماغومره غاښونه لري چې په اصطلاح دارسطو په کتاب کې يې ويلي دي". هغه دآس غاښونه نه شميرې ، دهغه په نظر دچرگې اودهگۍ دپيدايښت او دتقدم اوتاءخر خبره هماغه د زيړو دقصه خواني چاپ کتابونو کى سمه ده . نه داچې بيولوژي اومدرنه علومو ته مراجعه وشي.
دکيسې مرکزي کرکتر مولوي دي. زه فکر کوم دمولوي ذهنيت اومينتاليتي پيژندنې ته به اړه نه وي. "ان چه که عيان است چه حاجت به بيان است". هغه په کور کې د ېوې ښځينه سندرغاړې اواز اوسندره له راديو نه اوري او خپلې ميرمنې ته وايي:
((دا څوک ده ؟ چې د غواغوندې رمباړې وهي.))
خو ميرمن ېې په نا اگاهانه توگه وايي: ((څنگه دځينو هلکانو اوازونه درباندې ښه لگيږي. چې کله سندره وايي، نو جادو درباندې کيږي .))
مولوي په بل ديالوگ کې وايي:
(( ښځه خداى په زوره خندا کولو نه منع کړې ته ېې لاد سندرو وايې.))
بيا دخپل زوى پوښتنه کوي چې چيرې دى :
(( دا د ډمې زوى بيا چیرې دى ؟ پلار يې قران خلکو ته ښايي او دى سندرې وايي))
خو ميرمن ورته وايي:
(( وا سړيه خپله ځواني دې درياده کړه ، چې طالب وې څه غږونه دې نه ايستل او څه اتڼونه دې نه اچول.)) خو مولوي وايي چې:
((خو چې ډمتوب يې وظيفه نه شي.))
د قديم سندرې خو دې ښې خوښيږي؟
- کومه يوه هغه چې وايي:
راواړه څڼې ،راوړې مې گلونه.))
وايي چې قديم هم دملا زوى و.
خو ميرمن ېې وايي چې هلک له ملگرو سره واده ته تللى دى. مولوي بيا هم مخالفت کوي. خو يوه سندره چې له راديو نه اوري دهغي دفيتې يا پټې غوښتنه کوي.
محبت اول اسانه په نظر راغئ
په اخير کې مې نصيب خوني جگر راغئ
زوې يې را ځي او هغه وايي چې زه به يې راوړم . زياتوي چې فيته په هاغه بله کوټه کې ده. اوبيا هماغه سندره وايي: چې ......
بالاخره دکيسي غوټه په همدې خبره خلاصيږي چې دکيسې په اصطلاح زوى ېې سندرغاړى وي اوپه يوه مستعار نوم سندرې وايي:
اوس را ځو دکيسې طلايي اومسې اړخونو ته:
د کيسې بنيادي اواساسي اړخ دادى چې د موسيقي اوهنر په وړاندې د يو متحجر ذهن د يوه نا انساني کرکتر عکس العمل دى. موسيقي هنر دى ، هنر له تعقل سره دومره زيات سروکار نه لري لکه څومره چې عواطف اواحساسات را پاروي. دغني خان دا خبره چې د پټانز په کتاب کې يې کوي وايي: (( پښتون نه غواړي سندري ووايي اوسندرغاړې شي بلکې ځانته يې شرم گڼي خو پخپله يې سندرې اوموسيقي زياته خوښيږي.))
مولوي که له يوې خوا دپښتون ماحول پديده ده خو له بلې خوا مذهب اودېنې تعليمات پر هغه دومره اغيز کړى چې دهغه په تن اوروان کې ېې عاطفه اواحساس داسې وژلی لکه کوم انتې عاطفه اوانتى احساس واکسين چې ورته پيچکاري شوی وي.
له بلې خوا دميرمنې دا خبره چې ور ته وايي : دځينو هلکانو اوازونه خو درباندې ښه لگيږي، يا داچې خپله ځواني دې درياده کړه چې کله طالب وي څه غږونه به دې نه ايستل.))
دادواړه خبرې دمولوي يا ديني قشر ځانگړنې را بر سيره کوي. په دوديز اوتاريخي لحاظ ملا په ټيټ کاست کې واقع دى. هغه دنورو عادي خلکو نه زيات محروم دى. دگيډې اوسکس له لحاظه په صفر کې ولاړ دى. طالب خپل کالي پخپله وينځي. اوډوډۍ دټوک او چنډې په توگه له کورونو را ټولوي. همدا دوه عنصره دي چې
جوماتونه سره له دې چې سپيڅلي ځايونه دي خو د طالبانو په موجوديت او محروميت کې او د ملايانو په شتون سره په کې جنسې فساد هم کله ليدل شوى دى.
له بلې خوا د طالبانو اتڼ، غومبر وهل اونورې پيښې څیرې کوم عرفاني اوصوفيانه بنسټ نه لري. بلکې محروميت دهغو درواني زندان ديوالونه ړنگوي او يو ډول لا شعوري غبرگون راپاروي چى دوچو مذهبي تعليماتو اوچاپيريال په وړاندې سر راپورته کوي.
بله خبره په تاريخي لحاظ دوچ مذهبي ذهنيت اوهنر ترمنځ شخړه هم ده. دسوريي مشهور اديب اود فلسفي استاد صادق العظم د " س، ر اوپه ادبياتو کې حقيقت په نوم رساله کې ليکي:
"تور فکره او د عقل او عقل پلوه کسانو پر ضد خپل جهاد ته دوام ورکوي. کتابونه سيزي هر څوک چې کتاب وليکي چې دهغو په خوښه نه وي، له منځه يې وړي. دهر مسووليت پيژندونکي روښانفکر وينه ورته مباح بريښي. جهالت يې واداره کوي چې نور يې هم وغځوي. له دې تر مخه يې همدغه ډول ځواکونو د ابن عربي فتوحات مکيه او يوزرو شپه اثر کې غرق وو، او د دغه اثارو د له منځه وړلو حکم يې کړى وو. "زموږ دکلي ماشومان" چې د نجيب محفوظ اثر و د زنديقانو اثريې وباله. او د مدرنيت پر ضد اثر يې خپور کړ. په هغه کې يې د هر هغه چا اثر چې په ژوندۍ ژبه وليکل شي حلال گڼلى و. په دې وروستيو کې د تورتم فکرو کسانو څپه را پورته شوى او... د ليکوال د سر پريکولو له پاره جايزه ټاکي."
اوس راځو د کيسې جستي يا مسي اړخ ته:
کيسه دپښتو دهنرې ادبې کيسودزاړه سبک استازولي کوي. کیسه د ديالوگ په بڼه ددوو کرکترونو ترمنځ په خبرو اترو کې پر مخ ځي اوکرکترونه خپل خط تعقيب او هغه روښانه کوي. په لومړي سر کې دناشناس نوم بيا دقديم دمشهورو سندرو سرونه ټول هغه څه دي چې داوسني نسل په وړاندې تیر شوى دى اوددوى له ذهنه پټ پاتې نه دى . يا په بل عبارت دواړه نومونه ستيريو تاېپ نه بلکې مونوتايپ دى. داددى سبب کيږي چې کيسه په يوه عادي روايت بدله کړي.
د هنري ادبې داستان په بڼه کې بايد نومونه اوهر څه د پيښو شاته تمثيل شي داله لارو نه يوه لاره ده. که په دې برخه کې مبالغه هم وي ښه به وي، خو چې لوستونکى ته يې سملاسي کرکتر نه واى ورپيژندلاى، بلکې تمثيل کړي يې واى.
د نيچه خبره څومره پخه په نظر راځي چې وايي: "موږ داسې هنر ته اړه لرو چې حقيقت موږ له منځه يو نه سي."
شکسپير وايي: "ډېر رښتيني اديبان او شاعران هغه کسان دي چې له نورو زيات جعل کاري کوي."
او ژانه ژنه وايي: بايد دروغ ووايو تر هغه چې وکړاى شو حقيقت په ژبه جاري کړو."
له بلې خوا دواړه کرکترونه ترخه ژبه او ترخه کليمات کاروي. لومړي کليمات دمولوي له خوا کارول کيږي. ددې له پاره چى دهغه اوږده او گڼه ږيره ترسيم شوي واى، پلنه خيټه او سورور سورين، ښودل شوي واي يوه دوه متره تسبيح ورکړل شوي واى پرله پسې ارگمي يې له خولي وتلي يا (دخولي ټيزونه ) اوپه هره جمله کې يې دماشاءالله اوماشاءلله عبارت تکرارولى . سم له واره د يو ساده بزگر اوکليوال په توگه دخرې او د ډمې زوى ،ناولتوب ، ،مرداره ، دخنځير لورې کليمات کاروي.
په داستان اوهنري اثر کې دا کليمات جواز لري خو دټاکلي کرکتر له خوا. داستان او کيسه د بهرنيو چارو د وزارت مکتوب نه دى بلکې د خلکو محاوره او د کرکتر ژبه هم رول لري. وگورو چې کرکتر څنگه اشاه ده.
نن ورځ په افغاني ټولنه کې داسلام مبارک دين يو دښمن لري اوهغه نادان ملا اوناپوه طالب دى. که چيرې خپلواکه سروى وشي او د خپريدو وړ وي مالومه به شي چې ديني اومذهبي ډگر کې دیونیم ملا، مولوي او طالب ځاى چیرې دى؟ او د نغمې، سيدا گل مينا او خان قره باغي ځاى چيرې دى؟ خان قره باغي دين ته سپکاوى ونه کړ خویو مولوي فرخنده (دخداې مخلوق) په رڼا ورځ دالله اکبر په نارو سره ووژله اووې وسيزله.