
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۱مه) راپورونه کاږي، چې د امريکا په نيويارک ښار کې یوه چورلکه نسکوره شوې ده.
ویل شوي، چې په دغه پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امريکا د هوايي چلند ادارې د مسوولینو په وینا، چورلکه د نيويارک ښار د منهاتن او کوين سيمو تر منځ د سيند په يوه ټاپو کې لوېدلې ده.
معلوماتو له مخې دغې چورلکې پرون ماښام د تخنيکي ستونزې د رامنځته کېدو له امله سقوط کړی دی.