ټرمپ: د مخدره موادو قاچاق کوونکي دې اعدام شي

روهي (دوه نۍ۲۱ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ ويلي، چې په امريکا کې بايد د مخدره موادو قاچاق کوونکو ته سخته سزا ورکړل شي.
ټرمپ وايي، "د مخدره موادو قاچاق کوونکي په زرګونه کسان، د ښځو او ماشومانو په شمول کاروي او دوی وژني، دوي بايد اعدم شي، چې په امريکا کې د مخدره موادو د قاچاق مخه ونېول شي."

د نوموړي په وينا، د چين او سېنګاپور په شان هېوادونه چې د مخدره موادو د قاچاق تورنو کسانو ته يې سخته سزا ټاکلې ده، د مخدره موادو د قاچاق کچه هم په کې ټېټه ده.

ټرمپ ويلي، چې يو قاچاق کوونکی په خپل ژوند کې له درې زره کسانو څخه نيولي بيا تر پنځه زره کسانو پورې ښځې او ماشومان وژني، خو دوی ته يوازې نېږدې يوه مياشت د بند سزا ورکړل شي او بيا ازاد شي، د مخنيوي لاره يې سخته سزا او اعدام دی.

ټرمپ يادوې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امريکا په نوره نړۍ کې د اعدام له سزا سره مخالفت ښيي او دغه کړنه د بشري حقوقو پر وړاندې له تاوتريخوالی څخه ډکه کړنه يادوي.