د خواجه اصف پر مخ د تور رنګ د شېندلو علت څرګند شو

روهي (دوه نۍ/۲۱ د کب)، دوه ورځې وړاندې په لاهور کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف پر مخ په يوې راټولېدنه کې د يو معترض کس له خوا تور رنګ وشېندل شو.

دغه معترض کس له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې نه د چا له خوا پيسې ورکړل شوي او نه هم له خواجه اصف سره کومه بله دښمني لري، يوازينی علت يې دا وو، چې خواجه اصف د رسول الله (ص) پر وړاندې د طرحې د لاسليک له مهمو کسانو څخه وو.

بريد کوونکي کس په ټينګار سره ويلي، چې د کومې سياسي ډلې غړی نه دي او نه هم د کوم چا له خوا دغه کړنې ته هڅول شوی وو، خو د اسلام ضد کړنو په پار غواړي د نواز له ګوند څخه انتقام واخلي.

څه وخت وړاندې د پاکستان پارلمان يوه طرحه تصويب کړه، چې د احمد قادیاني د طريقي په ملاتړ مادې لري. دغه طرحې په پاکستان کې د سني او شيعه مسلمانانو غبرګونونه را پارولي دي.

د يادې طرحې د تصويب په غبرګون کې، تېره ورځ د پاکستان په پخواني لومړي وزير نواز شريف هم د بوټ ګوزار وشولو.