
روهي (يوه نۍ/د کب ۲۰ مه)، د روغيتا نړيوال سازمان يا World Health Organization د يو داسې ويروس په اړه خبر ورکړی، چې ټوله نړۍ به په ساري مرض اخته کړي.
ساينس پوهانو دغه ويروس د نړۍ په اتو سختو ويروسونو کې شامل کړی او د Disease X په نوم يې نومولی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د دغه ويروس په اړه اندېښنې ښودلي، او ويلي دي، چې په راتلونکي کال کې به د ياد ويروس په اړه ژورې څېړنې تر سره کړي او د مخنيوي په اړه به يې جدي ګامونه پورته شي.
دغه ويروس به چې کوم ډول ناروغي د وجود په کومو برخو کې منځ ته راوړي نه ده څرګنده شوي، خو په اړه يې پلټنې پيل شوي دي.