روهي (يوه نۍ/۲۰ د کب)، له تېرې شپې راهيسې د انګلستان په لندن کې ښار کې د مسلمانانو پر وړاندې شپې پاڼې ويشل شوي او د لندن پوليسو په دې اړه پلټڼې پيل کړي دي.

دغه شپې پاڼې چې په انګليسي ژبه لېکل شوي له غېرو مسلمانانو او په ځانګړې ډول له عيسويانو په کې غوښتنه شوي، چې په مسلمانانو بريدونه وکړي او دوی ته به جايزې ورکړل شي.

په شپې پاڼو ک ويل شوي، "مسلمانانو ته سزا ورکړئ، دوی تاسې وژنې، تاسو او ستاسو خپلوانو ته درد ورکوي. دوی تاسو او ستاسو کورنۍ په غم کې اچوي."

په شپې پاڼو کې همدا ډول ويل شوي، چې يو څوګ په مسلمانانو، د دوی پر جوماتونو او نورو سپيڅلو ځايونو بريدونه وکړي، نو په لوی شمېر انعامونه به ورکړل شي.

دغه شپې پاڼې د مسلمانانو او نورو کسانو لاس ته رسيدلي او په دې اړه يې له پوليسو سره اړيکه نېولې ده. پوليس وايي، چې په دې اړه يې خپلې پلټنې پيل کړي دي، ترڅو د يادو شپې پاڼو لانل او ويشونکي پيدا او مالوم کړي.