له خواجه اصف وروسته، نن ورځ نواز شريف هم په بوټ ووېشتل شو

روهي (يوه نۍ/د ۲۰ کب)، د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف نن ورځ د لارهور په ګړھی شايو کې د يوې راټولېدنې په ترڅ کې د يو زده کوونکي له هوا په بوټ وېشتل شوی دی.

نواز شريف په لارهور کې د جامعه نعيمه په يوې راټولېدنه کې وينا کوله، چې د ناستو کسانو له منځ څخه يو کس په نواز شريف د بوټ ګوزار وکړ او بوټ د نوموړی په سينه ولګېد. معترض کس وروسته سټېج ته راپورته شو او د نواز شريف پرضد يې شعارونه ورکړل.

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې نواز شريف د خبرو کولو په موخه دريخ ته راغی، خو لا يې خبرې نه وې پيل کړي چې د بوټ وار پرې وشولو. د نواز شريف په ګډون چا ته ځاني زيان دی رسيدلی خو د راټولېدنې نظم ګډوډ شوی دی.

تېره ورځ په همذې ښار د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف بر مخ په عترضي ډول سره تور وشېندل شوو.