ټرمپ: ښايي د شمالي کوریا له ولسمشر سره مې خبرې بریالۍ وي

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۰مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ یون سره یې خبرې بریالۍ شي.
 
هغه ویلي، چې پیونګ یانګ ژمنه کړې چې تر څو چې خبرې کېږي، هېڅ توغندۍ به نه ازمويي.
 
راپورونه کاږي، کېدای شي د دواړو مشرانو ترمنځ د مې په میاشت کې مخامخ خبرې وشي.
 
سپینې ماڼۍ د تېرې اوونۍ له اعلان سره سم، ولسمشر ټرمپ موافقه کړې چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ یون سره د مې تر میاشتې پورې خبرې کوي.