يو معترض کس د خواجه اصف پرمخ تور رنګ شيندلی

روهي (يوه نۍ/۲۰ د کب)، يو معترض کس د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف پر مخ په يوې خبري ناسته کې د اعتراض او ناراضۍ په توګه تور رنګ شيدلی.

خواجه اصف د کرچۍ په سيالکوټ خپله پلارنۍ سيمه کې يوې راټولېدنې ته د دريځ څخه خبرې کولي، چې يو پاکستانی معترض د غونډې له منځ را پورته شو او د نوموړي پر مخ يې تور رنګ شيندلی او په دې سره يې د پاکستان د بهرنۍ پالېسۍ پر وړاندې خپله ناخوښي څرګنده کړه.

خواجه اصف هم ويلي، چې زه له چا سره دښمني نه لرم او دغه کس ته به پيسې ورکړل شوي ترڅو داسې کړنه تر سره کړي.

له پښې وروسته پوليسو ياد کس نيولي، خو ويلي دي، چې دغه کس ته هېڅ ډول سزه نه ورکول کيږي، بلکې د حکومت له خوا بښل شوی او دا د نوموړی د بيان د ازادۍ حق دی.

له دې وړاندې هم په يوې ناسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير د يو معترض کس له خوا په بوټ وېشتل شوی وو.