سرکوزي: ډيموکراسي هېوادونه ناکام کړل

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۰مه) د فرانسې پخوانی ولسمشر نیوکلاس سرکوزي په اماراتو کې د "فکرونه" په نوم یوه کنفرانس ته وویل؛ بریالي هیوادونه هغه دي چې د دیموکراسي په نوم ناوړه ویروس په خپل هیواد کې نه لري.

ښاغلي سرکوزي ویلي، چې اوسنۍ ډیموکراسي تاوتریخوالي، او نورو مشکلاتو ته لار هواره کړې.

په وینا یې په دیموکراسي کې د هېواد ولسمشر ۴ یا ۵ کاله واک لري چې په دې موده کې نه شي کولی خپله اوږدمهاله ستراتیژي پیاده کړي.

نوموړي زیاته کړه اوسمهال د نړۍ تر ټولو بریالي رهبران د روسیې ولسمشر پوتین، د چین ولسمشر شي چينګ پینګ او د سعودي محمدبن سلمان دي چې دوی ډیموکراتیکه واکمني نه لري.

هغه ویلي، ډیموکراسي چرچیل او ډوګل درلوده، چې اوسنۍ ډیموکراسي ورته هېڅ ارزښت نه لري.
 
 تر دې وړاندې هم  زیاتو لویدیځوالو په ډیموکراسي نیوکې کړې او هغه یې د بشریت ضد پدیده بللې ده.